کور / تازه خبرونه / په لاهورکې د افغاني خوړوڅلور ورځنې فیستوال جوړ شو

په لاهورکې د افغاني خوړوڅلور ورځنې فیستوال جوړ شو

لاهور:په لاهور کې د افغاني خوړو او کلتورڅلور ورځنې فیستوال جوړ شو د لاهور په یوه مشهور هوټل (آواري) کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په مرسته یو څلور ورځنې افغاني کلتوري او غذایی فیستوال جوړ شو. په یاد فیستوال کې د آواري هوټل لخوا زیات شمیر افغاني خوندورې غذاګانې چې د افغاني اشپزانو لخوا تیار کړاې شوې وې ګډون والو ته وړاندې شوې .چې د ګډون والو لخوا ډیرې خوښې شوې. د غذاګانو ترڅنګ افغاني هنرمندانو خپله ولسي موسیقي هم وغږوله . همداراز د لاسي صنایعو، او قالینو سټالونه هم ترتیب شوي وو چې ګډونوالو ته افغاني کلتور معرفي کړي. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري استازي زردشت شمس چې د یاد فیستوال د پرانیستو لپاره لاهور ته تللې وو د آواري هوټل څخه یی د دغه فیستوال په جوړيدو مننه وکړه. نوموړي د دواړو ورونو هیوادونو تر منځ کلتوري اړیکو ته د لا پراختیا ورکولو لپاره دغه رنګ فعالیتونه ګټور وبلل. هغه زیاته کړه چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د فیستوال په دایریدو کې د آواري هوټل سره خپله ټوله لازمه مرسته وکړه ترڅو وکولاۍ شي ریښتونې افغاني کلتور د لاهور ولس ته معرفي کړي.د پرانیستې په مراسمو کې د پاکستان نامتو شاعر علامه محمد اقبال لمسي منیب اقبال هم ګډون وکړ او نوموړي د علامه محمد اقبال د افغانستان په خاطراتو رڼا واچوله. ښاغلي منیب اقبال وویل چې د علامه قبر ته کتیبه هم د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه استولې وه چې تر ننه د هغه پر قبر نصب ده. همداراز یاد نندارتون یی مثبت ګام او د افغانی کلتور د معرفت یوه ښه وسیله وبلله.