کور / رسنۍ / د پسرلي مجلې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې شپږم کال، شپږمه ګڼه، پرلپسې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته

په دغه ګڼه کې د نورو موضوعاتو او ليکنو برسېره د ګاونډيو هيوادونو د لاس وهنو په اړه ليکنې خپرې شوې دي.

په لومړۍ پښتۍ د افغان ملي اردو سرتيرو له غروره ډکو څېرو تصوير دی او په وروستۍ پښتۍ يې د افغان تېز توپ اچوونکي؛ دولت ځدراڼ تصوير راغلی.

د، ولسمشر صيب ! د بلوچستان پر وړاندې بايد غلي پاتي نشوو، تر عنوان لاندې سر ليکنه کې د بلوچستان او د لوی افغانستان د ازادۍ هڅې تر بحث لاندې راغلي.

په سر ليکنه کې راځي( د ۲۰۱۲ م کال د فبروري په ۱۷ مه، د امريکا کانګرېس غړو د کانګرس عمومي غونډې ته د بلوچستان د ازادۍ قرار داد وړاندې کړ. دغه قرارداد وړاندې کولو د بلوڅو مبارزې ته نوی رنګ ورکړ او خپلې هڅې يې لا پسې ګړندۍ کړې، پکار خو دا وه، چې په همدې وخت کې افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم د امريکا له کانګرېس د بلوچستان د ازادۍ د مبارزې د ملاتړ کولو غږ غبرګ کړی وای.

د مجلې دويمه ليکنه د لوی افغانستان څنګه رامنځته شو د تکړه ليکوال اسرار احمد خان د کتاب پنځمه برخه خپره شوې، چې د لوی افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه پکې بحث شوی دی.

ازاد افغانستان او لوی افغانستان د احساس ليکنه ده، چې د بلوڅو د ازادۍ او د لوی افغانستان د برخليک په اړه پکې بحث شوی. په ليکنه کې د بلوڅو د مبارزې ملاتړ شوی او ويل شوی، چې د پاکستان له جوړیدو وروسته هلته میشت پښتانه او بلوچان د پنجابي حکومت لخوا ټکول شوي دي.

پر ايران د امريکا احتمالي برید د تکړه ليکوال همیم جلالزي ليکنه ده، چې د پسرلي په ۲۸مه ګڼه کې چاپ شوې ده . په ليکنه کې ويل شوي چې له افغانستانه د نړۍ پام پر بله اوړي.

په ليکنه کې راغلي چې داسې بريښي چې امريکابه په راتلونکي کال د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي، خو افغانستان يې د کورنۍ جګړې په برید درولی. په ليکنه کې ويل شوي چې ۴۹ سلنه امريکايان فکر کوي چې امريکا به پر ايران پوځي برید وکړي.

افغانستان او لس سياسي انګېرنې د جاويد واک ژباړه ده، چې په افغانستان کې پر لسو بيلابيلو موعاتو پکې بحث شوی. په ليکنه کې هغه لس خبرې شوي چې افغانانو ترې ناسم تعبیرونه کړي دي.

قطر د سولې که د نوې جګړې ور، د امنيت لېږد او افغان ځواکونه، ډیورنډ ځپلي افغانان، افغانانو لوبه بایلوده، خو زړونه یې وګټل، سلطان شهاب الدين غوري يوولسمه برخه، هغه ليکنې دي چې په مجله کې خپرې شوي دي.

پسرلی له شماله خپرېدونکې دوه میشاتينۍ مجله ده، چې د هيواد په بیلوبیلو ولايتونو کې یې له کتابپلورنځيو څخه تر لاسه کولی شی.

له پسرلي سره اړيکې

احساس

۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸