کور / تازه خبرونه / دكندهار والي : ۳۷۵۰ هيكتاره كوكنارمو اړولي دي !

دكندهار والي : ۳۷۵۰ هيكتاره كوكنارمو اړولي دي !

په كندهاركې دكوكناروداړولوپه لړكې نږي ۳۷۵۰ هيكتاره كرل سوي كوكنارله منځه وړل سوي چې نږي نيمايي كرونده يې ولسي مشرانولمنځه وړې .


دامان  په كندهاركې يوازنۍ والسوالې ده چې دكوكناروله كښت څخه پاكه اعلان سوي اوپه نږدي راتلونكې كې به دډنډاوارغنداب والسوالۍ هم دكوكنااروله كښت څخه پاكې اعلان سي .


دكندهاروالي اسدالله خالد په يوه خبري ناسته كې وويل چې دپلازمېني كابل له لوري څلوروالسوالۍ ورته په نښه سوي خودي هڅه كوي چې دكندهارپه ټولووالسواليوكې دكوكنارو كښت په عين حال كې لمنځه يوسي .


دښاغلي خالدپه خبره چې په كندهاركې  ۵۷ تراكتورونه دمخدره موادكښت په لمنځه وړلولګيادي اوپه راتلونكې څوورځوكې  به يي شمېرنورهم ورزيات كړي .


دكندهاروالي زياته كړل چې دكوكنارودلمنځه وړلوپه كمپياين كې له هيڅ رازستونزي سره ندي مخ سوي اوپه وينايي چې دولسي استازوبشپړه ملاتړله ځان سره لري .


دنومه وړي په خبره چې كه له كوم خنډسره مخ سي نوبيړني عكسلعمل به له ځان څخه وښي .


اسدالله خالدڅرګنده كړل چې دملګروملتونودجرمونواومخدره موادوپرضددادارې دراپورله مخې سږكال په كندهاركې دتيركال په پرتله كوكنارزيات كرل سوي خودوى ته دزيات والي دغه سروي دمنلووړنده .


دكندهاروالي اسدالله خالدله كرونده ګروسره دمرستي په برخه كې وويل چې دبيلابيلوكوفراتيفونوله لاري څلورسوه ټنه اصلاح سوي تخمونه تركرونده ګروپورې رسېدلي دي .
له نږدي څومياشتوراپديخواپه كندهاركې دكوكنارواونورونشي بوټودزيانونوڅخه دخبراوې په لړكې دپوهني اومخدره موادوپرضدرياستونه اودملګروملتونودجرمونواومخدره موادوپرضداداره دعامه اذهانودتنويره ولوپه برخه كې تبليغات كوي .


دغه تبلغاتي ډله دكندهاردمركزاووالسواليوپه ښونځواوجوماتونوكې له زده كونكواودسيمي له اوسيدونكوسره دنشي مواددكراواستعمال پرزيانونومخامخ خبري كوي .


دنشي توكوپرضدپوليس وايې چې دمخدره موادوكښـت ،قاچاق اواستعمال غيري قانوني كړنې دي اودوى به يي دعاملېنوپه وړاندي قانوني چلندكوي .


دملګرملتونودجرمونواومخدره موادوپرضداداره يواين ډي پي په خپل سږني راپوركې خبروكړي چې دنوروكلونوپه پرتله دافغا ن حكومت اونړيوالي ټولني دټولوهڅوسره سره بياهم دكوكناروپه كښت كې زيات والي راغلي دي .