کور / رسنۍ / دجغتو مهالنۍ آتمه ګڼه چاپ شوه

دجغتو مهالنۍ آتمه ګڼه چاپ شوه

د جغتو مدني او کلتوري بهیر په ډیرې خوښۍ سره د (جغتو مهالنۍ) د آتمې ګڼې د چاپ اعلان کوي چې له  وردګو څخه خپریږي او د هیواد د یو شمیر لیکوالو لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راووته.


په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې: د نوي کال هیلې (سرلیکنه)، دین او اخلاق د یوې سکې دوه مخونه، د وردګو په هکله څیړنه، حضرت محمد (ص) د علم او پوهې پیغمبر، د وردګو محصلینو د فراغت جشن ، د کوچیانو کډې هزاره اقلیت او متوازن انکشاف ، د مولوي احمدضیا ژوند لیک، د وردګو د پرمختګ طرح، په هندوستان کې د افغانانو د زده کړې زمینه، ښاري کیدل او د ژوند د بڼې بدلون، د وردګو سیمې ټولنیز وضعیت ته یوه لنډه کتنه، ډالۍ که رشوت، موږ به نارې کړې هلکو بیا راولاړ شی، شعرونه او داسې نور مطالب تشکیلوي.


د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو زړه سواندو شخصیتونو، لیکوالو، روڼ آندو او خواخوږو څخه په ډیره درناوۍ هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو، تعمیري نیوکو، رغنده وړاندیزونو او هر اړخیزو مرستو په کولو سره په دې لاره کې زموږ مټې لا غښتلې کړي.


جغتو د هیواد په مرکز او ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی او هغه څوک چې  انټرنیټ ته لاس رسي لري د جغتو د بریښناپاڼې له لارې یې لوستلی شي چې ډیر ژر به په لیکه شي تاسو ټول یې لوستلو ته رابولو.
 



مینه او مننه


د جغتو مدني او کلتوري بهیر


بریښنا لیک: jaghatumagazine@gamil.com


بریښنا پاڼه: www.benawa.com/rasanay/jaghato


د تماس شمیرې: 0093799301833


                    0093707411946


                     0093799448195