کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هغه کسان چـــي تل ځوریږي رواني ستونزو په سر اخستي وي

هغه کسان چـــي تل ځوریږي رواني ستونزو په سر اخستي وي

لومړی برخه/


هغه کسان چه تل ځوریږی روانی اوټولنیزوستونزوپه سراخستی وی اویاهم ستړی ستومانه له دفتری کارونو یاهم نورو فزیکی کارونو څخه ستړی ستومانه کورته راځی اویاهم دکوم کار په اړه تصمیم نشی نیولی یا هم تیری ناخوالی اوکړاونه ورته همیشه تکلیف ورکوی …………..  . اوداسی نولپاره په زړه پوری روانی فعالیت چه په نوره نړی کی له دی فعالیت څخه دیره ګټه اخستل کیږی او په ډیر مصرف یوکس کولی شی Ø
 �افعالیت زده اویاهم هغه مسلکی کسان ددوی دآرامی لپاره کار کړی .
او پدی فعالیت کی مونږ دالله(ج) قدرتونوته متوجه کیږو دخپل وجود څخه خبریږو اودخپل وجود جوړښت ته متوجه کیږوچه الله(ج) په ښکلی شکل جوړ کړی چه مونږ باید دهغه شکر پرځای کړو.


آرامی بښونکی فعالیت:
احساسات زموږ دبدن یوه برخه او هغوی دملمنوغوندی دی چه هغوی ته با ید پاملرنه وکړو او هغوی ته غوږ ونیسو کنه هغوی هغوی زموږ دپاملرنی دجلبولو لپاره دواړه ماشوم په څیر چیغی وهی او زموږ پاملرنه جلبول غواړی نو ددی لپاره چه خپل احساسات درک کړو کولای شو له ځینی فعالیتو نو څخه کارواخلو چه دهغوی له ډلی یوهم داغوره فعالیت دی.


دآرامی یا فعالیت لاری :
په یوه ځای کی آرام کښینی او یوشی ته تکیه وکړی خپل او خپلی سترګی پټی کړی او دخپل بدن بهرنی برخی ته په پاملرنه کولو شروع وکړی اوپه دی ډول عمل وکړی ږ



۱- داخیلیدل:
•       خپلی پښی احساس کړی .
•       دپښو دتلو حرارت احساس کړی .
•       پښی مو په بو ټونو او یا جرابو کی احساس کړی .
•       کرار کرارپورته لاړشی او خپلو ګونډو ته پاملرنه وکړی .
•       دشاتختی ته مو پاملرنه وکړی .
•       خپله شا احساس کړی چه پر څه شی مو تکیه کړی ده.
•       دلاسونو ورغوی مواحساس کړی .
•       خپلومټو یا بازوګانو ته پاملرنه وکړی .
•       مټی یا بازوګان مو اساس کړی جه پر اوږو موځوړنددی.
•          غاړه مواحساس کړی چه ستاسو دسر وزن یی اخستی.
•       سر مو احساس کړی .
•       مخ ته مو پاملرنه وکړی .
•       دوینی جریان په خپل بدن کی احساس کړی .
•       اوس خپله ټوله پالرنه دبدن داخل ته یوسی او دبدن مرکزی برخی یعنی حضور یا زړه ته پامرنه وکړی .


۲- کله مو چی پاملرنه په ښه توګه دبدن مرکزی برخی ته یوړه بیانو دی موضوعاتوته پاملرنه وکړی .
•       خپل کور په آباد اوښکلی شکل ووینی ، ونی ، ګلونه اوماشومان دلوبو په حالت کی ووینی او وګوری چه پدی حالت کی څه ډول احساس لری .
•       اویو څه وخت همدلته واوسی یا همدلته له خپلو احساساتو سره واوسی.


اوورسته بیا کولی شی دلومړنی هدایت مطابق دبدن بهرنی برخی ته پاملرنه وکړی اود څخه دپښو په طرف ښکته ولاړ شی او هر کله آماده شوی کولای شی خپلی سترګی خلاصی کړی اوخبل احساس له نورو سره شریک کړی.



اوددی فعالیت اصل او فلسفه داسلام په مبارک دین کی دی خو په نوره نړی کی اوس ډیر زیات له دغه فعالیت څخه ګټه اخستل کیږی .


درنولوستونکو دغه فعالیت تاسو پخپله له ځان سره هم کولی شی اوله نورو دوستانو سره هم هغوی دسترګی پټی کړی اوتاسی دغه پورتنی مراحل په ډیرآرامی سره ووایی او دهری مرحلی ترمنځ یو لنډه وقفه ضروری ده .




ژباړه اولیکونکی عبدالمتین عمری  دارواه پوهنی دپوهنځی فارغ تحصیل او فعلآ دټو لنیزو روانی اوسولی په برخو کی په فعالیت بوختیم .


درنولوستونکوته په زړه پوری ډالی: خدای (ج)دوکړی چه ګټه تری واخلی اوخپل وړاندیزونه اونیوکی ماته راولیږی.    


دا فعالیت نوری اوپه زړه پوری برخی لری هیله ده چه دافعالیت تعقیب اوخپل وړاندیزونه او نیوکی په دی پتو را ولیږی :
m.omary@yahoo.com
abm.omary@gmail.com
(0093)773457780
(0093)700022609