یو خارجی عسکر وویشتل سو
ناټو خبر ورکوی چی پرون د افغانستان په ختیځ کی یو بهرنی پوځي په مخامخ جنګ کی وویشتل سو چی وروسته د زخمونو څخه مړ سو . خو د پیښی دقیق ځای او د مقتول هویت یې و نه ښود .
په دې سره د اپریل په ۷ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۸ ته ورسېدل .