کور / تازه خبرونه / د ١٠ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د ١٠ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوې نښتي په پايله کي لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي يادو کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چي کله د مارجې اولسوالۍ اړوند په يوه سيمه کي د کوکنارو د اړه ولو په وخت کي د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته وسوه.
چارواکي وايي چي په دې نښته کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان ټپي سوى هم دئ او هم ئې يوشمېر وسلې او درې موټرسايکلون نيولي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.