کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧١ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧١ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧١ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٧١:- د بخيل سړي د ناستي څخه ليري اوسه ځکه چي د حاجت په وخت کي بېله هغه درڅخه تښتي.
٧٢:- د ځان پالني څخه پرهېز وکړه ځکه يو ملګرى به هم در پاته نه سي.
٧٣:- که غواړې چي پر دوستانو ګران سې نو د هغوى زيارت لږ کوه.
٧٤:- بهترين دوست هغه دئ چي د خېر په کار کي لارښود سي.
٧٥:- دوستان د دوو لاسو په څېر دي چي يو بل مينځي.
٧٦:- دوستي او دښمني ميراثي ده .
٧٧:- په دنيا کي قدرمن سړى هغه دئ چي دنيا ئې په نظر کي بې قدره وي.
٧٨:- د زغم وني د کوثر څخه اوبه څښلي او خوږه مېوه ئې عزت او کاميابي ده.
٧٩:- غوره خلک هغه دي چي د لوړتيا په کار کي عاجزي کوي او په عين مال او دولت کي زهد او تقوا کوي او عين قوت کي انصاف کوي او د قدرت په حال کي زغم لري.
٨٠:- هسي نه چي د خلکو څخه بېره تاسو له رښتيا ويلو وژغوري.
نور بيا ……………….