کور / کیسه / دعیسی علیه السلام تښته د یو احمق څخه

دعیسی علیه السلام تښته د یو احمق څخه

دغه کیسه مولا نا جلال الدین بلخيپه خپل مثنوي معنوي کي کړې ده.


عیسی ابن مریم (ع) یوه ورځ دغرهخواته په ډېر چټکۍ سره په منډه څغاست؛ تا به ویل،چي کوم یو ځنګلي غښتلی ژوی ور پسيځغلي او دی له ویري د غره خواته منډه وهي. یو سړي وليد،چي عیسی روح الله، په ډيرچالاکۍ سره دغره لور ته ځغلي؛ دې سړي چي ولید، چي عیسی (ع) دغره لورته په ډېر ژرتیا سره ځغلي ده هم منډه پسي وکړه. کله چي ور نږدې سو نو ځني وېپوښتل: ای مسيحا ولي په دې تېزۍ ځغلې؟ ستا پسې خو هیڅ څوک نسته، چي ته دهغه لهډاره و تښتې؛ حضرت عیسی (ع) ځواب ور نه کړو. خو بیا يې ځني و پوښتل، چي د خدایلپاره یو وار ودرېږه!  څه خبره ده، چي تهداسي په تلوار ځغلې؟ ده په پای کي ځواب ورکړو او ورته یې وویل: پرې مي ږده! زه دیو احمق څخه تښتم. دا سړي ورته وویل: ای عیسی روح الله! ته ناروغان جوړه وي تهړندیان بینا کوې مړي ژوندي کوې نو ته د هیچا څخه باید وېره ونه لرې! عیسی علینبینا ورته وویل بې له شکه چي الله جل علی شانه هو ماته دغه ځواک راکړی دی. ماچيبه پر هر شي اسم اعظم و وایه کوڼ به شنوا سو، ړوند به بینا سو، ناروغ به جوړ سو،مړی به ژوندی سو او که به مي پر غره ووایه غر به سوری او و به رژېدی. خو کله چي ‏ميپر احمق ووایه هیڅ اغېزه یې پر ونه کړه. دا سړي بیا و پوښتل: دا څه تاثیر دی، چيهلته یې سوده ډېره او دلته یې هیڅ اغېزه نسته؟ داهم رنځ دی او هغه هم رنځ؛ خو و دغه رنځ ته درمل سو اووهغه ته درمل نه سو. دا ولي؟حضرت عیسی (ع) ورته وویل: د احمقۍ رنځ قهر د خدا دی؛ دناروغۍ رنځ خاص ابتلا (ازمایښت) ده. د ابتلا ناروغي رحم راولي او خوږ جوړه وي.احمقي رنځ دی، چي جوړښت نه لري.


نو مولا نا وایي:


له احمقه تښته څرنګه چي عیسی (ع) وتښتېد! خبري له احمق سره ناسمتیا راولي. اوبه لږ لږ هوا په بخار له منځه وړي اودغه رنګه احمق هم په کرارۍ سره له تاسو نه ښه غلا کوي. احمق دمیني ګرمي درنه اخليسړتیا راولي، نرمي اخلي سختیا راولي. دعیسي (ع) تېښته له ویري نه وه بلکه یوازي یوښوول او تعلیم وو.