کور / سياسي / افغانستان د ايران تر سيوري لاندې

افغانستان د ايران تر سيوري لاندې


ليکوال: السټر ليټه هيډ، هرات


ژباړه: صالح محمد صالح


سرچينه: بي بي سي اردو ډاټ کام


 


ايران تل د افغانستان له لوېديځې برخې سره ښې اړيکې ساتلې، په دې برخه کې دغه هېواد په لکونو ډالر هم لګول دي.


په کابل کې د دغه هېواد سفير محمد بهرامي وايي: ”له افغانستان سره د مرستندويو هېوادونو په ډله کې ايران هم ستره ونډه لري، موږ په دې باور يو، چې ټول ملتونه داسې دي لکه د يوې بېړۍ مسافر، په افغانستان کې مو منزل يو دى“.


په نننۍ سياسي نړۍ کې د يوه منزل خبره ايا دا مانا لري چې ځينې هېوادونه غواړي پر دغه هېواد کنټرول او ورباندې واکمني ولري؟


که د ايران او امريکا حساسو اړيکو ته وکتل شي، نو په افغانستان کې د کنټرول موندلو لپاره يوه ستره سياسي وجه شته. په افغانستان کې زيات پوستونه د ايراني پلوه کسانو په لاس کې دي، خو بايد پوښتنه وشي چې ايران له افغانستان څخه څه غواړي؟


د افغانستان په لوېديځ کې د پوليسو يو قوماندان رحمت الله ساپى په دې تړاو وايي:


”زموږ استخباراتي کارکوونکي چې له ايران څخه رپوټونه راکوي، موږ ته داسې ښکاري چې ايران افغانستان ته وسلې رالېږي. هغه وسلې چې د افغان حکومت دښمنان يې کاروي چې په هغو کې ماشينګڼې، لاسي بمونه او نورې وژونکې وسلې شاملې دي، دا ټولې وسلې له اسمان څخه نه راځي، يقينا چې دا تر پولې دېخوا ته اړول کېږي، که پاکستان دا کار په څرګنده کوي، ايران په پټه وسلوالو طالبانو يا د افغان حکومت مخالفينو ته مرستې رسوي“.


 


وروستي رپوټونه ښيي هغه تباه کوونکې وسلې چې په عراق کې خلک وژني او تباهي راولي، په افغانستان کې هم کارول کېږي.


د پټو سرچينو په حواله، ضروري نه ده چې په دې کار کې دې د ايران دولت لاس ولري، خو ايرانۍ ايجنسۍ له وسلوالو طالبانو سره اړيکې لري، چې د وسلو دا لېږد رالېږد لا هم ادامه لري.


 


له کندهار څخه تر کندوزه او له بدخشان څخه تر هراته پورې، موخه دا ده چې په هره څنډه کې افغان او بهرني امنيتي کارکوونکي او پوځيان له ملکيانو سره يوځاى وژل کېږي.


ښاغلى سټيفن ايونز، يو کال په افغانستان کې د بريتانيا د سفير په توګه پاتې شوى، چې اوس له دې هېواد څخه وتلى دى، هغه د هلمند وروستيو پېښو ته په تړاو وويل:


”زما په نظر دا د اپرېل د ١١مې پېښه ده چې کله د وسلوالو طالبانو يو موټريز کاروان د تالاشۍ لپاره ودرول شو، هغه مهال د ايران له خوا جوړې شوې وسلې ځنې ترلاسه شوې، دوى ته دا وسلې له کومه راغلې، ولې راغلې، تر اوسه دغو پوښتنو ته روڼ ځواب نه دى ويل شوى“.


 


بريتانيا تر دې وړاندې په دې باور وه چې ايران په عراق کې اورپکو ته مرستې رسوي، د وسلو لپاره پيسې ورکوي او ملاتړ يې کوي، بريتانيا اوس وايي ښايي ايران به دا کار په افغانستان کې هم کوي.


خو د ايران سفير د وسلو برابرولو خبره رد کړه.


د هرات لرغونى او پخوانى ښار دا ټکى څرګندوي چې د تاريخ په اوږدو کې تل بهرنيو ځواکونو د خپلو ځانګړو موخو او خپلې واکمنۍ د غښتلتيا لپاره دا ځاى خپل هدف ټاکلى دى.


 


روري سټورټ، چې يو پخوانى سفير دى او اوس په افغانستان کې اوسېږي، وايي:


”په افغانستان او عراق کې د ايران موخې تقريباً سره نژدې دي، ايران غواړي حالات نازک کړي او په دې توګه امريکا، يا نورو نړيوالو ځواکونو ته ستونزې پېښې کړي“.


هغه زياته کړه:


”ايران يوه ستره لوبه لوبوي، لومړى غواړي پر ګاونډيو هېوادونو کلتوري يرغل وکړي، چې وروسته خپلې ملي ګټې پالي“.


 


اوس مهال ټول په دې باور دي چې اروپا، امريکا او نور نړيوال متحدين په افغانستان کې د تروريزم په وړاندې په سخته جګړه کې ښکېل دي. خو اوس داسې ښکاري چې ځينې هېوادونه له نورو لارو چارو مبارزه وکړي.