کور / تازه خبرونه / د باړې د کډوالو شمېر له یو نیم لک واوښت

د باړې د کډوالو شمېر له یو نیم لک واوښت

لواړګی – په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سي آر) چارواکي وايي، د قبایلي سیمې خیبر د باړې له تحصیله د نا امنۍ او پوځي عملیاتو له کباه د بې کوره شویو کسانو شمېر له یو نیم لکه زیات شوی دی.د یو این ایچ سي آر په خبره، په دې وروستیو کې د جلوزو په کیمپ کې د باړې شا و خوا ۳۷۰۰۰ کورنۍ راجسټر شوې دي؛ او لا هم ورته نورې کورنۍ روانې دي. ادارې په وینا، د باړې ۹۰ فیصده کډوال د جلوزو په کیمپ کې اوسېدل نه خوښوي او په پېښور او داسې نورو سیمو کې یا خو د کرایې په کورونو کې اوسي او یا هم له خپلو خپلوانو سره پاتې کېږي.له کیمپه بهر هم مرستې کوود باړې کډوال ماشوم د کور له سامان سره پېښور ته ځي​​یو این ایچ سي آر وايي، هغه خلک چې له کیمپه د باندې اوسېدل غواړي نو هغوی هم راجسټرولای شي او له خیمو پرته ورته هر څه ورکوي.د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ویاند تیمور خان له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل: ((موږ هره ورځ شا و خوا ۲۵۰۰ کډوال راجسټروو، او ۷۲ کاونټرې مو ورته لګولې دي. له سهاره تر ماښام پورې دا عمل روان وي.))ده وویل، په کیمپ کې چې څوک پاتې کېږي هغوی ته ((خیمې، خواړه، او د پاکو اوبو او صحت اسانتیاوې ورکوو. چې کوم خلک له کیمپه بهر اوسي نو هغوی ته هم خوراکي مواد ورکوو او همدا راز، د یو این هره اداره په کې خپل کار ترسره کوي.))کار و بار نشته، بچي بې تعلیمه شول د باړې یو اوسېدونکی عبدالله اپریدی وايي، نا امنۍ او پوځي عملیاتو دوی له یو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي، دوی بې روزګاره شوي، او بچي یې بې تعلیمه پاتې شوي دي، (او پر کورونو مو د مارټرو ګولۍ را پرېوځي.))په همدې موضوع یو ځايي مشر شاه فیصل اپریدی وايي، دوی خپلې مسلې په الفاظو کې نشي بیانولای، ((په سیمې کې مو لارې تړل شوې دي. کار و بار په ټپه ولاړ دی. او خلکو ته په کې اوبه او خوراک هم نه ملاوېږي.))یاده دې وي چې د خیبر په باړې کې له تېرو درو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي.د نا امنۍ له وجې په زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.