يو سلو پنځو تنو زده کوونکو ته بري پاڼي ور کول سوې

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2012


يو سلو پنځو تنو زده کوونکو ته بري پاڼي ور کول سوې


په داسي حال چي  افغان  يونايټد اداري ښوونيز مرکز دهيواد او اولس دبچو  دروزنزي په موخه داداري اساساتو په مختلفو برخو کي تر اوسه ٥٣٢ تنه ځوانان  ټولني ته په روزلې بنه وړاندي کړي


دادى دخپلي تعليمي پروسې  په لړ کي يې په پنځم  ځل ١٠٥ تنه نورفارغين  دروان ١٣٩١ لمريز کال دوري دمياشتي پر ٢٠ نېټه ټولني ته وړاندي کړل


دبري ليکونو دفراغت دا مراسم چي دهمدې تعلمي مرکز له لوري  دانصاري تجارتي مارکېټ  په انګړ کي  ديادي نېټې دماپښين پر درې بجې داير سوي وه دمازديګر پر پنځه بجې دهمدې تعليمي مرکز دادارې له لوري  دعصريې په جوړولو پاى ته ورسېدل


په دې مراسمو کي چي دهمدې تعليمي مرکز دمحصلينو تر څنګ  دکندهار دپوهني رياست چارواکو ، علمي شخصيتونو استادانو او دپوهنتون ځينو محصلينو ګډون کړى وو ددې تعليمي مرکز يو تن ځوان محصل دقرانکريم دتجويد په ښه اداينه سره غونډه پيل کړه وروسته دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم روح ته د درود لېږني په موخه يو دقيقه خاموشه رامنځ ته او ټولو برخوالو په خاموشي سره درود  ولېږه  بيا  دهمدې تعليمي مرکز ځوان ښوونکي صديق الله ورور ټولو برخوالو ته ښه راغلي ووايه ترده وروسته  دموضوع اړوند يو په بل پسي دپوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري ، اداري مرستيال سيدا جان غمخوار ، استاد نجيب الله هوتکي او بشيراحمد بشارت  خبري وکړې بيا داړوند تعليمي مرکز مدير ن قرانمل  دتيري دورې ګذارش واو راوه


تر ګذارش لوستني وروسته پر لايقو زده کوونکو او ميلمنو باندي بري ليکونه ، ستينليکونه او تحفې ووېشل سوې


غونډه چي دهمدې تعليمي مرکز دځوانو فارغو زده کوونکو جندالله او رحمت جاهد په وياندويي پر مخ بېوله کېدله  ددعا په ويلو يې رسمي مراسم بشپړ سول


داچي دامصارف دملي سوداګرو ښاغلو حاحي محمد جان او حاجي عبدالله لخوا ور کول کېږي پر هر يوه زده کوونکي ٥٥٩٠   افغانۍ مصرف را غلى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024