ملي امنيت: ځيني رسنۍ د اېران او پاکستان له خوا تمويلېږي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | اپریل 10th, 2012


د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي په افغانستان کي ځيني رسنۍ د پاکستان او اېران له خوا حمايه کېږي.
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل د رسنيو د استازو، اطلاعات او کلتور وزارت، کورنيو چارو وزارت ، بهرنيو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت د استازو ترمنځ په غونډه کي په څرګندونو کي ويلي چي د شمشاد تلوېزون د پاکستان، نور او تمدن تلوېزونونه د اېران له خوا حمايه کېږي، د هغو له خوا يې پروګرامونه جوړېږي او په اکثرو پروګرامونو کي يوازي د دغو هيوادونو د ګټو دپاره بحثونه جوړوي او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد څرګندوني کوي.
نوموړي ويلي د انصاف په نوم له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه هم د اېران له خوا حمايه کېږي.
د شمشاد تلوېزون د خپرونو مسئول خپلواک ساپي د بي بي سي سره په يوه مرکه کي په احساساتي الفاظو د ښاغلي مشعل څرګندوني رد کړې او وويې ويل چي لطف الله مشعل دي د دوى د تلوېزون په باب شواهد وړاندي کړي، کنې نو درواغ وايي او په کوچنۍ خوله غټي خبري کوي.
د نور او تمدن تلوېزونونو استازو هم ويلي چي د ملي امنيت د وياند خبري پر آوازو باندي ولاړي دي.
تر دې دمخه د افغانستان د فرهنګي کړيو ترمنځ د اېران او پاکستان په حمايت د چلېدونکو ورځپاڼو، تلوېزونونو او راډيوګانو په هکله تبصرې کېدې، خو دا لومړى ځل دئ چي د افغانستان حکومتي چارواکي هم له دې راز څخه پرده پورته کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024