حکومت: د نورستان په عملياتو کي ٥٩ وسله وال وژل سوي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | اپریل 14th, 2012


د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي د افغان کمانډو ځواکونو له خوا په عملياتو کي ٥٩ وسله وال وژل سوي، ٣٤ ټپان دي او ١٨ ژوندي نيول سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي دغه عمليات په تيرو ورځو کي د نورستان په کامدېش ولسوالي کي ترسره سوي دي.
څو ورځي دمخه د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکو شکايت کاوه، چي قبايلي او پاکستاني طالبان يې سيمي ته ورغلي او خلګ په يوه او بل نامه ځوروي.

Copyright Larawbar 2007-2024