په کوټه کي ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل سوي دي
په کوټه کي په تازه پېښو کي د هزاره قبيلې داوو وګړيو په شمول نهه وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل سوي دي . په وژل شويو کي اووه تنه هزاره ګان دي . چې په دوو اوونيو کي د وژل شويو هزاره ګانو شمېر پنځه ويشت ته ورسېدی .
د کوټي پوليس وايي، چې پر بروري واټ وحدت کالونۍ ته څېرمه نامعلومه وسله والو پر يوه کرولاډوله موټر هغه مهال ډزي وکړې، کله چې له هزاره ټاون څخه مري آباد ته روان وو، چې په نتيجه کي يې شپږ تنه ووژل سول اودرې نور ژوبل سول .
له پېښې څو دقيقې وروسته وسله والو پر سبزل واټ په ډزو کي يو تن ووژلی او دوه نور يې ژوبل کړل .
په عين حال کي وسله والو په شالکوټ سيمه کي د پوليسو يو مامور هم وژلی او د پيښي له ځايه په تېښته بريالي سوي دي .
د بلوچستان دپوليسو ای جي قاضي واحد وايي، چې په پېښو کي ککړکسان مسلمان نه دي . او پوليس به ډېر ژر دوي ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري .
د يادونې وړ ده، چې په کوټه کي د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کي په هدفي وژنو کي اته ويشت تنه وژل سوي چې پنځه ويشت د هزاره قبيلې وګړي دي .
د بلوچستان شعيه کانفرنس د پېښو په ضد په ټول ايالت کي کاربنديز اعلان کړی دی .
هزاره ډيموکراتيک ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عزاري کونسل پېښي په کله غندلې دي . بلوچستان شعيه کانفرنس څلوېشت ورځې او عزاداري کونسل په ايالت کي اووه ورځنی ماتم اعلان کړی دی .
rafiullah.mandokhail@gmail.com