کور / نثر / ستا په نوم

ستا په نوم


ډاکټر نجيب زاخېلوال
ډېره موده وشوه چې له يو بل څخه لرې يو، زه پوهېږم چې ته انګېرې چې له ما هېره شوې يې. ستا انګېرنه سمه ده!
که زه ستا پر ځای وايی نو ما هم داسې انګېرل چې چې درڅخه هېر شوی يم.
خو!!!
له ما نه ته نه يې هېره شوې، بلکې ما غوښتل چې د خپلې مينې د جدايي خوند وګورم. ځکه ما غوښتل چې پدې ګلوبل نړۍ کې چې د هر څه مزه يې وړې ده، د خپلې مينې د خوند څخه بې برخې شم . دا خو درته مالومه ده چې دا نړۍ داسې بدله شوې ده چې د ميوو، سابو او خوړو سربېره يې د مساپرۍ، مينې او  ان د غرو نود مزلونو خوند يې هم وړی دی.
دا ځکه!!!
مينه خوږه وه چې جدايي پکې وه
مينه خوږه وه چې وېره پکې وه
مينه خوږه وه چې درد پکې وو
مينې بيه درلوده ځکه چې د سر په بدل وه
ځکه چې!
ديدن د سر  په بدله دی
سر چې ساتي خاورې به وکړي ديدنونه
نه خو اوس د ديدن لپاره ريبار پکار دی، نه ورته په ټکنده غرمو د جانان لارې څارل.
نه د دروازي په ځنځير ځان مشغولول غواړي، نه  …
دا ځکه
مينه هله خوږه وه چې درد وو
مينه هله خوږه وه چې وېره وه
مينې هله قدر درلوده چې د سر په بدل وه
نن خلک وايي مينه نشته او ګيله کوي چې، خو!
مينه شته خو درد پکې نشته
مينه شته  خو وېره پکې نشته
مينه شته خو جدايي پکې نشته
مينه شته خو د سر په بدل نه ده
نو دا چې په مينه کې درد، جدايي، وېره او … نه وي هاغه مينه نه ده. نو ما نه غوښتل چې زه هم ووايم چې مينه نشته.
خو اوس مې درپسې سترګې اوړي او ستا خبرو ته مې داسې زړه کيږي لکه للمه چې د باران تږې وي.
د ميني د ليکونو څخه