د بنو پر مرکزي زندان په بر يد کي ۴۰۰ بنديان وتښتېدل

رفيع الله مندوخېل | اپریل 15th, 2012


د خيبرپښتونخوا په بنو کي وسله والو پر يوه مرکزي زندان بريدکړی، چې په نتيجه کي يې په سلګونه بنديان له بنده تښتېدلي دي .
چارواکي وايي، چې د يکشنبې په ورځ سهار وختي تر دوه نيم سوه زيات وسله والو طالبانو پر ياد زندان له شپږو خواوو بريد ترسره کړی دی . چې د بنديانو له خوشي کېدو پرته ډېری ټپيان شوي هم دي . له زندان څخه درې سوه څلوراتيا بنديان تښتېدلي دي .
د بنو د زندان يو چارواکی وايي، چې په زندان کي ټول نهه سوه څلورڅلوېشت بنديان وو، چې درې سوه څلوراتيا بنديان تښدېدلي دي . دغه بريد تر دوو ساعتونو پوري دوام درلود
د ايالت د اطلاعاتووزير افتخارحسېن د پېښي په هکله وايي چې وسله والو له ځانه سره درې سوه څلوراتيا بنديان بيولي دي . چې په کي شل ډېر مهم بنديان وو . او د عدنان رشيد په نامه يو بندي هم په کي شامل دی ، څوک چې پر پخواني صدراعظم جنرال پروېزمشرف د بريد تور تورن وو .
په قبايلي سيمه وزيرستان کي د وسله و الو طالبانو وياند عاصم محسود ددغه بريد پړه منلې ده، او د اته سوه بنديانو د خوشي کېدو ادعا يې کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024