کور / تازه خبرونه / بیلا بیل ولایتونه: جګړه روانه ده

بیلا بیل ولایتونه: جګړه روانه ده

کابل، لوګر، ننگرهار او پکتیا کې ځانمرګي بریدګر لوړو ودانیو ته ختلي او ډزې روانې دي.
د مرګ او ژوبلې په اړه تر اوسه پورې کره معلومات نشته، د بریدونو نږدې سیمې د امنیتي مسولینو لخوا تړل شوي دي.
کابل کې وزیراکبرخان مینه او د ولسي جرګې تالار ته نږدې ډزې او جګړه روانه ده.
د لوګر په مرکز پل علم کې ډلیز ځانمرګي لوړو ودانیو ته ختلي او مقاومت کوي.
د پکتیا مرکز پل علم ته هغه ودانۍ د ځانمرګو تر واک لاندې ده چې د ګردیز پوهنتون محصلینو کاروله او له هغه ځایه د پولیسو په اکاډمۍ بریدونه کوي.
ننګرهار کې هم هوايي ډګر ته څېرمه بریدونه شوي دي.
نور جزیات به ورسته په لیکه شي.