په بلوچستان کي په ۷ کلونو کي د هزاره قبيلې ۶۰۰ وګړي وژل سوي دي: قيوم چنګېزي

رفيع الله مندوخېل | اپریل 15th, 2012


په بلوچستان ايالت کي د هزاره ډيموکراتيک ګوند په بلنه کاربنديز يا هړتال اعلان سوی دی . په کوټه کي ټول دکانونه، مارکيټونه او کاروباري مرکزونه تړلي دي . جميعت علماء اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند او نورو سياسي ګوندونو دکاربنديز ملاتړ کړی دی .
د دغه کاربنديز اعلان تېره ورځ د عزاداري کونسل او هزاره ډيموکراتيک ګوند له خوا په داسي حال کي وسو، کله چې په کوټه په درېو جلاجلا پېښو کي د هزاره قبيلې نهه تنه د ناڅرګنده وسله والو له خوا ووژل سول . چې په دوو اوونيو کي د وژل شويوهزاره ګانو شمېر پنځويشت ته ورسېدی .
د کوټي په هزاره ټاون، علمدار واټ او مري آباد سيمو کي قهرجن مظاهره چيان واټونه ته راووتل، اورونه يې بل کړه او لويې لارې يې وتړلې .
په کوټه کي د هزاره قامي جرګې مشر قيوم چنګېزي وويل، چې ايالتي حکومت د شعيه مسلک په تېره بيا د هزاره قبيلې د وګړيو په ژغورلو کي پاته راغلی دی . ايالتي وزيران بايد له خپلو دندو ګوښه سي . دده په وينا په تېرو اوو کلونو کي په بلوچستان کي په هدفي وژنو کي دهزاره قبيلې تر شپږ سوه زيات وګړي وژل سوي دي .
د يادونې وړ ده، چې په ايالت کي بلوچستان شعيه کانفرنس څلوېشت ورځې او عزاداري کونسل اووه ورځنی ماتم اعلان کړی دی .

رفيع الله مندوخېل
rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024