کور / خبرتیا او پيغامونه / د کابل پوهنتون د کتابتون خبرتيا

د کابل پوهنتون د کتابتون خبرتيا

د کابل پوهنتون د کتابون امريت پتيله ده چې د ثور په مياشت کې کابل پوهنتون کې  د کتاب نندارتون د مينه والو پر وړاندې پرانيزي. د کابل پوهنتون د کتابتون امريت د ټولو هغو قدرمنو ليکوالو او شاعرانو څخه هيله لري چې خپل علمي، ټولنيز، څيړنيز، سياسي، ادبي او د شعرونو ټولګې نندارتون ته راوليږي، چې تر نندارې  وروسته به  د کابل پوهنتون د کتابتون په راجسټر کې ثبت شي.


د يادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون په کتابتون کې د پښتو ژبې  کتابونو ته ډېره اړتياده . له پښتنو شاعرانو او ليکوالو څخه هيله کيږي چې خپل آثار به نوموړي نندارتون ته راوليږي.


له ټولو ليکوالو او شاعرانو څخه غوښتنه کوو چې خپل آثار د ثور د مياشتې تر لومړۍ اوونۍ پورې راوليږي، او په خپل علمي مرکز( د کابل پوهنتون ) باندې احسان وکړي. هغه دوستان چې خپل کتابونه راليږي، د کتابتون د مسوولې راحيله حميدزۍ سره دې په موبايل نمبر٠٧٠٠٠٣٢٩٦٦ باندې اړيکې ټينګې کړي.


په ډير درنښت
د کابل پوهنتون د کتابتون امريت