کور / تازه خبرونه / شمال ټلوالې ته روسيې پيسې او وسلې ورکولې

شمال ټلوالې ته روسيې پيسې او وسلې ورکولې

 

د ناټو په سرمشريزه کې روسي ولسمشر ولادمير پوتين ويلي چې د دوى له ملاتړه پرته په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه نه شي بريالى کيدلى .

ښاغلي پوتين پوښتنه مطرح کړه چې (( ايا د روسيې له همکارۍ پرته په دغه برخه کې اغيزمن کار شونى دى ؟ ))


دغې پوښتنې ته خپله روسي ولسمشر ځواب درلود او ويل يې چې (( په احتمالي دول نه . )) .







 بايد په ياد ولرو چې روسيه يوازينى هيواد و چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې يې ملاتړ وکړاو د هغوى د جگړييزې وړتيا د ساتلو لپاره يې په سلگونو ميليونه ډالر ولگول

 

پوتين


ولادمير پوتين زياته کړه چې روسيه د افغانستان په اړه دا ډول ضرفيتونه لري او ترانزيتي اسانتياوې ورته برابرولى شي .


د روسيې ولسمشر نړيوالو ته ور په زړۀ کړل چې په افغانستان کې دوى له شمالي ټلوالې سره د کلونو په اوږدو کې مالي او پوځي مرستې کړې دي .


ښاغلي پوتين وويل :


(( بايد په ياد ولرو چې روسيه يوازينى هيواد و چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې يې ملاتړ وکړاو د هغوى د جگړييزې وړتيا د ساتلو لپاره يې په سلگونو ميليونه ډالر ولگول . موږ لا تر اوسه هم د افغانستان له وسله وال پوځ سره د فالتو وسايلو او کادرونو د روزنې په چاره کې مرسته کوو.))


افغان ولسمشر د نړيوالو او ناټو مرستې ومنلې او ويې ويل چې اوس د دۀ په وينا افغان ځواکونه خپله هم امنيتي مسووليت په غاړه اخيستلى شي .


حامد کرزي وويل :


(( افغان امنيتي ځواکونه په را روان اگست ( د زمري مياشت ) کې د کابل امنيت ته اوږه ورکړي . افغانستان به د ترهگرۍ خلاف روانه جگړه کې د نړيوالې ټولنې يو مظبوط ملاتړى پاتي شي . ))


افغان ولسمشر د اصلاحاتو د راوستو ، د قضا د سمون ، بشري حقونو او ولسواکۍ په اړه وويل چې په خپلو ژمنو به ولاړ پاتې شي . :








د ناټو غړو ته افغان مشرتابۀ وويل چې ورو ورو افغاني ځواکونه په خپلو پښو دريږي


د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر وويل چې په ايساف کې ورښکيل هيوادونه پر دوه سندونو ، ليد لوري او داخلي سياسي او پوځي پلان سلا شوي او هغه يې امضا کړي دي.


د ښاغلي شيفر په وينا په دغو دواړو سندونو کې څلور مهمې خبرې راځي :


(( د افغانستان په اړه د اوږدې مودې ژمنه ، د افغان سياسي مشرتابه له غښتلتيا سره مرسته . په افغانستان کې د ناتو په ماموريت کې د ښکيلو انډيوالانو تر مينځ د همکارۍ پراخول او څلورم د ستونزو د مقابلې لپاره د سيمه ييزه لارو چارو موندل ، په دې تړاو په ځانگړې توگه له پاکستان سره کار شامل دى. ))


د ښاغلي شيفر په وينا د ټولو دغو پلانونو اصلي موخه انتقالي پړاو ته اوښتل او په پايله کې افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو سپارل دي .


د ناټو سرمنشي د افغان مرشتابۀ څرگندونو ته په اشارې وويل چې افغان ځواکونه گواکې په خپلو پښو دريږي.


ښاغلي شيفر ومنله چې (( همدا اوس افغان امنيتي ځواکونه په ډيرو ځايونو کې د جگړې په لومړۍ ليکه کې دي .))