کور / شعر / پښتو

پښتو

دپـــــښــــتــــو ژبــــــه د جـــنـــت ژبه ده
نبي د خـــدای ویلي، د محبت ژبه ده
دا زړه ژبــــه ، ده دمــیــــنـــــــــي ژبــــه
دا ژبــه زمــوږ او د اصحاب ژبه ده
ټـــول پښتون په دې ګــېــږي او ګړيــږي
دا ده پــخـتـون او د پــښــتـون ژبه ده
دا د رحـــمان،حـــمزه،خــــــوشال ژبه ده
دا ده مــیــرویس او احمد شاه ژبه ده
دا به پالو دا به روزو دا په میراث راغلې
دا یې ستایلې په بیان حمزه بابا ژبه ده