کور / تازه خبرونه / دخېبرپښتونخواله بنو زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي

دخېبرپښتونخواله بنو زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي

بنو:د خیبر پښتونخوا بنو پر یوه زندان طالبانو برید کړی، چې په پایله کې نژدې ۴۰۰ بندیان ترې تښتېدلي دي.یوه چارواکي ویلي، چې دغه زندان د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې دی.د بنو پولیسورسنيو ته ویلي چې د یکشنبې پر ګهيځ وختي کابو دوه نیم سوو په وسلو سمبالو طالبانو پر دغه زندان برید کړی او بندیانو پښې سپکې کړې دي.پولیس وايي، چې په تښتېدلو بندیانو کې اورپکي هم دي.که څه هم چارواکو د تښتېدلو بندیانو کره شمېره نه ده ښودلې، خو ویل کېږي چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي.پاکستاني طالبانو ویلي چې جنګیالیو یې پر دغه زندان برید کړی، چې ځینې کسان په کې ټپیان شوي هم دي.د پولیسو یوه جګپوړي افسر میرصاحب ویلي، چې” لسګونه په وسلو سمبالو کسانو د یکشنبې پر ګهیځ وختي د بنو پر مرکزي زندان برید وکړ، چې تر ۳۰۰ ډېر بندیان یې په پایله کې وتښتېدل.”
د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي”د دې برید په پایله کې مو خپل سلګونه ملګري خوشي کړل. ګڼ یې خپلو ځایونو ته رسېدلي او نور ورپسې دي.”پولیسو او استخباراتي سرچینو ویلي چې د تښتېدلو په ډله کې ایله یو څو کسان وسله وال اورپکي دي، چې اوس یې دوی د بېرته نیولو هڅې پیل کړې دي.پولیسو او امنیتي ځواکونو تر مرکزي زندان اوس کړۍ راتاو کړېده، او وايي چې د زندان له کابو ۹۴۴ بندیانو یې ۳۸۴ تښتېدلي دي.