کور / تازه خبرونه / ناټو افغانستان ته ۱۸۰۰ عسکر ليږي

ناټو افغانستان ته ۱۸۰۰ عسکر ليږي

دناټو مشرانو په بخارست کې ژمنه وکړه چې دافغانستان دقواوسره دمرستی لپاره ‏(‎١٨٠٠ ‏)‎ نوراضافی عسکرور لیږی .  


فرانسی د‏(‎٧٠٠ ‏)‎ نورو اضافی ‏عسکرو وعده وکړه . گرجستان چې غواړی په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړی د‏(‎٥٠٠ ‏)‎ عسکرو او پولنډ د‏(‎۴٠٠ ‏)‎ نورو عسکرو دلیږلو او همداشان  داتو هلیکپټرو چې ورته  ډیرضرورت دی وعده وکړه اوایټالی ،رومانیه اویونان هم ژمنه وکړه چې دافغانستان دپوځ دروزنی لپاره هیآتونه استوی.  


دچک جمهوریت ، هنگری او آذربائجا او نیوزلاند چې دناټو غړی ندی ، وعده کړیده چې یو شمیر نورعسکر افغانستان ته لیږی .  


او ازبکستان وویل، دیوې موافقی لاس لیکولو ته تیاره چې دهغې له مخی به ناټو ته اجازه ورکړ ی چې دمرکزی آسیا ددغه هیواد له لاری په افغانستان کې عسکروته غیر محرب مواد ورسوی .  


دامریکا ددفاع وزیر رابرټ کیټز نن دجمعی په ورځ خبریالانو ته وویل، جمهورریس جورج ډبیلو بوش ویلی دی چې امریکا به افغانستان ته بل کال پوره شمیر اضافی عسکر ولیږی .  


ښاغلې گیټز داتبصره هغه وخت وکړه چې له رومانیه نه عمان ته روانیده . جمهوررئیس بوش دناټو له غړو هیوادونونه وغوښتل چې دعسکرو شمیر زیات کړی او څیرمه جبهو ته ئې واستوی .  


په ځواب کې دکاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وویل، دهغه دهیواد قواوی به په جنوب کې پاتی وی .  


کاناډا مخکې اعلان کړی وچې که نورهیوادونه دغې سیمی ته تازه دم قواوی وانستوی نوبل کال به خپلی قواوی  له دغې سیمی نه را اوباسی .