کور / تازه خبرونه / د پکتيا پوهنتون په لومړي ځل فارغان ورکړل

د پکتيا پوهنتون په لومړي ځل فارغان ورکړل

د پکتيا پوهنتون پنځم کال ته د ننوتو په درشل کي له ښووني او روزني او د کرهڼي له پوهنځيو څخه په لومړي ځل ٣٥ تنه فارغان ورکړل.
هغه غونډه چي نن په همدې موخه جوړه سوې وه، د والي جمعه خان همدرد په ګډون د ملي شورا او مشرانو جرګې استازو او د ولسي جرګې ځينو وکيلانو هم ګډون پکښي کړى و.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد د پوهنتون له رئيس څخه د منني په ترڅ کي فارغ سوو محصلينو ته د مبارکۍ په ويلو سره قلمونه، کتابچې او ځيني نور قرطاسيه باب هم د ډالۍ په توګه ورکړل .
همدا راز  سلاكار وزير او د پكتيا والي د پوهنتون رئيس ته د هغه د ښې اداري وړتيا او خدمت په بدل کي يو ٢٠٠٦ ماډل کرولا موټر چي قيمت يې ۲۰۰۰۰ ډالر كيږي  هم ډالۍ کړ.
د پکتيا پوهنتون چي پنځم کال يې رانوى کېږي، پخوا يې يوازي دوه پوهنځي د کرهڼي او ښووني او روزني درلودل، چي د پوهنتون د رئيس په وينا راتلونکى کال ورته د اقتصاد، انجينري او د حقوقو پوهنځي هم په پام کي لري.