کور / شعر / د ډیورنډ کرښه

د ډیورنډ کرښه

ګوره چې هیڅکله مو هيره نه یې
په ما تر هر څه ګرانې
زبدي ياد ساتمه
په خاطروکې مې یې
ګرانې له سلوکلوډېر تېرېږي
چې انتظار دې کوم
چې  شپه شي ورځ دې څارم
چې ورځ شي شپه دې څارم
اې دانګريزو هوډه
د پـښتنو زوال شوې
خولا معلومه نشوې
اې ناڅرګندې پولې
اې نامعلوم سرحده
خدايزده په کومه کښ شوې
خدايه داچا لاسلیک کړه
دادې ډ‌يورن ملنډه
زیې تنها پريښودم
له وينو ډک قلم ته
دشاعرۍ ماحول کې
دنااوميندۍ ګرداب ته
اي دې بې ننګو کرښې
زما دغزل عنوان شوې
هره لحظه دې ليکم
هره شيبه دې لولم
خداې(ج) خبر چا وه کښلې
زه دې په او ښکو مينځم
دزړه پسر باندې مې وليکل شوې
لکه  يتيم درته سلګۍ وهمه
سترګې به پټې کړمه وبه ژاړم
زه خپل پښتون قوم ته چې دوه ځايه شو
زه پښتنو ته چې په ملا مات شوله
اې زما د زړه په سر ولاړ ديواله
نور به دې ونړوم وران به دې کړم
هلته خيبراو پيښور پاتې دي
کله په دې خبره پوه یې که نه