کور / تازه خبرونه / کابل : ملت ته د حساب ورکولو بهير بالاخره نن پېل شو !

کابل : ملت ته د حساب ورکولو بهير بالاخره نن پېل شو !

ملت ته دحساب ورکونې بهيرپه کابل کې نن دوري په ١٧مه په کابل کې پيل شو .


په دې بهير کې به ټول وزيران ،دخپلواکو ادارو ريسان  دخپلو کړنو په اړه خبريالانوته معالومات ورکوي اودهغوي پوښتنو ته به ځوابونه ورکوي .



دکورنيو چارو وزير ملت ته دحساب ورکونې داونۍ په ورځ وويل چې تيرکال دکورنيو  چارو وزرات اوپه ځانګړي توګه دپوليسو لپاره له ګواښونواودستونزو څخه ډک کال وه


ضرار احمد مقبل وويل چې په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايم چې ١١١٩ تنه دپوليسو منسوبين دسولې او امنيت ددښمنانو سره دمبارزې په جريان کې وژل شوي دي  اود١٧٤٠ تنه زخمي شوي دي .


نوموړي وويل چې د ازموږ دقهرمانو پوليسو دسرښندنې اوفداکارۍ بيلګې خپل اولس اوهيواد ته راپه ګوته کوي .


مقبل وويل چې دتيرکال په دوران کې ١٢٢٨٥ جنايي پيښې ثبت شوي چې دهغې جملې څخه يي ١٠٦٢٠ شمير دکشف واقعې چې دهغې په تور ١٥٠١٤ تنه دوسله والو غلاوو په تور ١٤٩٣ تنه دوژنو په تور ٤١٣ تنه دجنسي تيريو په تور ٣٨٩ تنه دتښتونو په تور ٥٩  تنه دبډو په تور نيول شوي اونسبتي دوسيي يي عدلي اوقضايي ارګانونوته ليږلي دي .


دحساب ورکونې دبهير دپيل په ورځ دکورنيو چارو وزير ترڅنګ دکليودپراختيا اوبيارغونې دچارو وزير انجينير احسان ضيا اودسرحدونوقومونواوقبايلو چارو وزيرانو هم خپل ريپوټونه وړاندې کړل .