کور / تازه خبرونه / کنړ:دناټو پر کاروان په چادونه کي ملکي موټروان ووژل سو

کنړ:دناټو پر کاروان په چادونه کي ملکي موټروان ووژل سو

د ناټو چارواکى وايي چې ېو افغان ملکى سړى په هغه چاودنه کې مړ شو چې په ختېځ افغانستان کې ېې دناټو په کاروان کې، لارۍ چلوله او لارۍ ېې په بم ولگېدله.

ناټو په خپل خبر لېک کې وايي چې نن د پنجشنبى په ورځ دغه لارۍ دکونړ په ولاېت کې په بم ور وختله. دغه ملکى سړى د تېلو ټانک چلاوه او دغه کاروان د اکمالاتو لپاره د ماڼوگي په اولسوالۍ کې تېرېده.


بل پلو، دافغانستان ېوامنېتى چارواکى وايي نن د پنجشنبى په ورځ درى مشکو ک طالبان په هغه هوايي برېد کې ووژل شول چې دهېواد په ناکراره جنوبى برخه کې وشو.


 امنېتى چارواکى امان الله خان ووېل دغه هوايي برېد تېره چارشنبه د کندهار ښارته نېژدى وسو.


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوي وایی چی د هلمند په ولایت کی یې څو تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه نور یې د سه شنبى په ورځ په ېوه چپاو کې نیولي دي.


په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی عسکرو په سیمه کی د طالبانو یو مشر لټاوه چی په دې وخت کی ډزي ورباندی وشوې.


ائتلافي قواو متقابلی ډزي وکړې او څو تنه یې په کی ووژل . په هلمند کی د ائتلافی قواو او طالبانو تر منځ سختي جگړې رواني دي.


په دې ولایت کی دغه راز ډیر زیات کوکنار کرل کیږی او د اپیمو په تولید کی د نړۍ تر ټولو غټه سیمه ده.


 په امریکا کی دیره د سایټ په نامه یوه سازمان چی د تروریستانو معلومات او څارنه کوی تیره هفته وویل چی د پسرلي په را رسیدو سره به په افغانستان کی په ائتلافي قواو باندي خپلي حملې زیاتي کړی.


 د ٢٠٠١ کال را پدې خوا چی د طالبانو رژیم د امریکا په مشري قواو له خوا را نسکور سو ، تیر کال په افغانستان کی تر ټولو خونړی کال و.