کور / هراړخیز / سوريه Syria

سوريه Syria

(د نړۍ هېنداره) د هغه پنځو كتابونو نوم دى چې احسان الله آرينزي د نړۍ د پنځو لويو وچو د هېوادونو په هكله ليكلي او په 2000- 2005 كلونو كې چاپ شوي وو. د دې كتابونو د بيا ليكلو او نوي كولو كار اوس روان دى او هيله ده چې لومړى ټوك يې (آسيا) د كال 2012 د اپريل تر پاى پورې د مينه والو لاس ته ورسي.
له (آسيا) وروسته به (استراليا- اوقيانوسيه) او (افريقا) بازار ته راووځي.
له هغه ځايه چې د نړۍ په ځينو هېوادونو كې سياسي بدلونونه يا پېښې ډېرې گړندۍ دي؛ ځكه مو وپتيليله چې د نړۍ ځينې هېوادونه د كتابونو له خپرېدو مخكې، سايټونو ته ولېږو چې گران لوستونكي د مطلوبو هېوادونو د طبيعي، بشري، سياسي، اقتصادي او تاريخي جغرافيې په هكله لږ معلومات پيدا كړئ.
د دې لړۍ په سر كې به د سوريې په هكله معلومات له تاسو سره شريك كړو چې د 2011 تر وروستيو ورځو پورې دي.


آرينزى


***   ***   ***


سوريه Syria


د نوم لنډيز: SY
رسمي نوم: د سوريې عربي جمهوريتSyrian Arab Republic
نړيوال نوم: سيرياSyria
سيمه ييز نوم: الجمهوريه العربيه السوريه Al Jumhuriyah al Arabiyah as Suryah



طبيعي جغرافيه:


جغرافيايي موقعيت: ختيځه نيمه كره، شمالي نيمه كره. سوريه د آسيا په جنوب لويديځ كې، د مديترانې په وروستنۍ ختيځه څنډه کې ، د منځني ختيځ او د عربي منځني ختيځ د هېوادونو په ډله كې د شمالي عرض البلد د 37.5°-32.5° او د ختيځ طول البلد د420–360 تر منځ موقعيت لري.


مساحت: 185180km2 يا 71498m2 ميل مربع (په نړی كې درې اتيايم هېواد). وچه 183630km2 او اوبه 1550km2.


څلورخواوې : شمال: تركيه 822km–Turkey، جنوب: عراق Iraq او هاشمي اردن 375km-Jordan، ختيځ: عراق (د جنوبي پولې په گډون)605km ، لويديځ: اسرائيل76km–Israel ، لبنان Lebanon-375k او د مديترانې سمندرګی 193km–Mediterranean-Sea.


په وچه کې د سوريې د پولو ټول اوږدوالی 2253km دى. دغه هېواد له اوبو سره 193km پوله لري.


غرونه: ابو رجمينAburajmin (د هېواد په منځنيو برخو كې)، جبل دروز Daruz (په جنوب كې)، جبل ګور داغ Gordagh، جبل النصير Nasir، جبل الاكراد Acrad(لويديځ)، د سنجار د غرونو لړۍ Senjar(په ختيځ كي)، جبل الشرق Sharq، علوبين Alubin، بشرى Bushra او عبدالعزيز.


لوړې څوکی : هرمون 2814m .


مهم سيندونه: فرات 600km-Euphrates چې 60km په سوريه کې بهيږي. خابور Khabur، العاصي AlAsi، دجله Tigirs، قويق Qawiq ، عقرين Aqrin، يدموک ، بليخ ساجور او السن.


اقليم: د سوريې د لويديځو سيمو هوا مديترانه يي(دوبى تود او ژمى معتدل) او د ختيځو برخو هوا دښتي(دوبى وچ او ډېر تود او ژمى تود)ده.


د سوريې په ختيځو سيمو كې كلنى ورښت 10 انچه او په ساحلي برخو كې 30 انچه ثبت شوى دى.په دوبی کې د دغه هېواد د ختيځو سيمو د تودوخې درجه د سانتيګراد 50° او د ژمي تر صفر جګه وي. د دمشق هوا تر 40° پورې رسي. د سوريې ورښت زياتره د دسمبر او مى په مياشتو كې وي.


نورې جغرافيايي ځانګړتياوې: سوريه د طبيعي جوړښت پنځه برخې لري: لومړى ساحلي سيمې چې يو لړ ټيټو غرونو كلابندې کړي، د طرابلس په لور يا ختيځې خوا ته پراختيا مومي او د كرنې وړ دي.


دوهم په لويديځ کې د ګورداغ، النصير او الاكراد غرنۍ سيمې چې ورښت يې ډېر دی او دې غرونو، د سوريې نورو برخو ته د مديترانه يي بادونو مخه نيولې ده. درېيم د هېواد په منځنيو برخو كې د(رفت) اوارې زمکې چې د العاصي سيند يې خړوبوي. د دې سيمې د العاصي د ښار په څنګ کې د بعلبك د لرغوني ښار نښې نښانې له ورايه ښكاري.


څلورم د ټيټو غرونو ختيځې لړۍ، د صلب نامتو ښار چې د عراق، تركيې او فلسطين د تجارتي لارو د پيوستون ځاى دى، په همدې سيمه كې پروت دى او پنځم د سوريې لوړې برخې يا ختيځ ډاګونه .


د سوريې ډېرې ختيځې برخې د عراق د (بادية الشام)سره د ګاونډيتوب په توسن، د استوګنې وړ نه دي. د دغه هېواد د خلكو ګڼه ګوڼه په لويديځو او جنوب لويديځو سيمو كې زياته ده. د سوريې په يوولسو ځايونو كې ولاړې اوبهlake شته. (طبريه) د اسرائيلو په جنوب ختيځ کې د دغه هېواد او سوريې تر منځ لږ سرحدي پوله جوړوي. له پاتې لسو ولاړو اوبو څخه شپږ د صلب، يوه د حمص او درې د دمشق په ولايت كې موقعيت لري. د فرات ستر سيند د فرات په ولايت كې بهيږي. سوريه د الاديو ليا Alladhiolya د ولايت له لارې له مديترانې او بيا د نړۍ له نورو اوبو سره لار لري.


په ټوليزه توګه د سمندر له سطحې د سوريې ډېره ټيټه سيمه Lake Tiberias ته نژدې يو بېنومه ځای دی چې 200m او تر ټولو جګه سيمه مونت هرمون 2814m – Moont Hermon لوړوالی لري.


سياسي – بشري جغرافيه:

پلازمېنه: دمشق (Dimashq) Damascus – نفوس 2527000 نفر (2010).
نفوس:22517750 (2011 – جولاى)، د سوريې د نفوسو دموګرافيكي ځانګړتياوې دا دي:
































































د نفوسو ګنوالی په1km2 كې


120.9 نفر


د نفوسو ګنوالی په يو ميل مربع كي


313.1 نفر


ښاري


55.3 %


كليوال


44.7%


14 0 كلن


35.2% (نارينه4066109، ښځې 3865817)


64 15 كلن


61% (نارينه 6985067، ښځې 6753619)


له 65 كلنو خگخه پورته


3.8% (نارينه390802، ښځې 456336)


د جنسيت تناسب د زېږيدلو په وخت كې


1.06 نارينه/ ښځه


د جنسيت تناسب تر 15 كلنو پورې


1.05 نارينه/ ښځه


د جنسيت تناسب له 64–15 كلنو پورې


1.03 نارينه/ ښځه


د جنسيت تناسب له65 كلنو څخه پورته


0.86 نارينه/ ښځه


د جنسيت تناسب په ټول نفوس كې


1.03 نارينه/ ښځه


په 1000 كسانو كې زېږيدنه


26.29 نفر


په 1000 كسانو كې مړينه


4.88 نفر


د نفوسو د زياتوالي كلنۍ وده


0.91%


په 1000 زېږيدلو ماشومانو كې مړينه


15.62 (هلکان 17.96 او نجونې 13.14)


د ژوند تمه په منځني توګه


74.69 كال


د ژوند تمه په نارينه و كې


72.31 كال


د ژوند تمه په ښځو کې


77.21 كال


يوه ښځه په ژوند كې څو ماشومان زېږوي


2.94


اداري وېش: سوريه د اداري وېش له پلوه په 14 ولايتونو(محفظه Muhafazah) وېشل شوې:


الحسكه Al Hasakah، الذقيه AlLadhiqiyah ، القنيطره Al Qunaytirah، اررقا Ar Raqqah، اسويدا As Suwayah، درعاDar’a ، ديرالزور Dayr az Zawr، دمشق Dimashq، حلب Halab، حمص Hims، ادلبIdlib، حماه Hamah، طرطوسTartus او ريف دمشق Rif Dimashq.


 د ټولو ولايتونو مركزونه هم په همدې نومونو يادېږي.


 ښارونه: سويدا، درعا، اليپو Aleppo(حلب)- 2985000، لتاكيه404000-Latakia، حمص1276000 نفر، حماه 365300-Hamah، طرطوس، تادمرTadmer، ديرالزور216200-، خان شامات Khan Shamaat، عين العرب او ميادينMayadin


نژاد: سپين پوستي سامي عرب 90%، كرد، ارمني او نور10%.


ژبه: عربي(رسمي)، كردي چې په عربي ليكل كيږي، ارمني، اراميكAramaic ، فرانسوي او انگليسي.


ليك: عربي.


دين او مذهب: اسلام 90%(سني 74%، علويAlawite او دروز 16%)، مسيحي9.7%، يهود (په دمشق او اليپو كې) او نور0.3%


حكومت: جمهوريت (له كال 1963م څخه راپديخوا پوځي ډوله رژيم). د سوريې اساسي قانون د كال 1973م د مارچ په 13 تصويب شوى دى. په کال2000م کې په دغه قانون کې لږ بدلونونه راغلل. د ولسمشر عمر له 40 څخه 35 ته ټيټ او په دې توګه اوسني ولسمشر ته د کانديدۍ حق ورکړ شو.   د سوريې اوسنى مشر بشار  الاسدBashar al Asad(زوکړه: د کال 1965م د سپتمبر 11 ، دنده:2000 د جولای 17)او لومړی وزير عادل صفر Adil Safr (دنده: 2011م د اپريل 14)  دى.


د سوريې ولسمشر د خلکو په خوښه  د  اووه كلونو له پاره ټاکل كېږي. په دغه هېواد كې وروستنۍ ټاکنې(ريفرندمReferendum  ) دکال 2007م د جولای په لسمه شوي او راتلونكې به په 2014م كې وشي. په سوريه كې د ولسمشر مرستيالان، لومړی وزير، د لومړی وزير مرستيالان  او د كابينې غړي ټول د ولسمشر له خوا ټاکل كيږي. د سوريې په تېره ټولپوښتنه کې بشار الاسد 97.29% رايې ګټلي. په سوريه کې که د ولسمشرۍ کانديد مطلق اکثريت تر لاسه نه کړي؛ نو د خلکو شوری بل کانديد وړاندې کوي.


د سوريې ملي شوری يوه جرګه(د خلكو شورى Majlis al-shaab or people’s Council) لري چې 250 تنه يې د خلکو په خوښه د څلور کلونو له پاره ټاکل كېږي. له دې 250 کسانو 127 استازي په کارګرانو ، بزګرانو او دولتي مامورينو او 123 د ټولنې په نورو اقشارو لکه سوداګرو، د صنايعو خاوندانو او داکترانو پورې اړه لري. د سوريې د خلكو د شورى تېرې ټاکنې د 2007م  د مارچ  په دوهمه او درېيمه نېټه شوي او راتلونكې به په كال 2011م  كې وشي. د قانون له مخې د سوريې د بعث Bath ګوند چې د NFP د جبهې غړى دى، نيمې څوکۍ لري. په سوريه كې د رايې وركولو عمر 18 كلن دى.


د سوريې حقوقي نظام د اسلام پر قوانينو او مدني قانون ولاړ دی . په دغه هېواد کې ولسمشر د قضا د عالي شوری مشر او د عدليې وزير او لوی څارنوال هم وي. که څه هم د سوريې اساسي قانون قضائيه قوه خپلواکه بولي؛ خو د قضا د عالي شوری د مشر په توګه د ولسمشر شته والی دا خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. دغه هېواد ځانګړې اسلامي مذهبي محكمې لري.


د سوريې د قضايي نظام په سركې د قانون جوړولو عالي محكمهSupreme Constitution Court  ځاى لري چې قاضيان يې د څلور كلونو له پاره، د ولسمشر له خوا ټاكل كيږي. سوريه د قضا عالي شورى High Judicial Council، د تميز عالي محكمهCourt of Cassation  او د دولتي امنيت محكمهState Security  Courts  لري.


سياسي گوندونه: ملي مترقي جبهه National Progressive Front(NFP) چې له دې ګوندونو څخه جوړه شوې ده: د بعث ګوند Ba’th party  (مشر: بشار الاسد)، د سوريې عربي سوسياليستي ګوند Syrian Arab Socialist party (مشر: صفوان قدسي Safwan Qudsi)، د سوريې عربي سوسياليستي اتحاد Arab Socialist Union (ASU) (مشر: احمد ال احمد Ahmed al-Ahmed)، د سوريې كمونست ګوند (SCP)Syrian Communist party  (مشر: وصال فاره بکداش Wissal Farha Bakdash)، د سوسيالستي اتحاد ولسواک ګوندSocialist Unionist Democratic party  (مشر: فدلالال ناصر الدينFadlallal Nase Al-Din) او د سوريې ملي ټولنپال ګوند Syrian Social National party(مشر: جبران اورايجي Jubran Urayji) .


د فشار ډلې: ملي ولسواکه جبهه National Democratic Front (مشر: حسن عبدالعظيم Hassan Abdul-Azim) ، د سوريې کمونست ګوند(اوس د خلکو ولسواك ګوند) (مشر: عبدالله هوشه Abdullah Hosha) ، د کردانو  ولسواک اتحاد Kurdish Democratic Alliance (مشر: اسمعيل عمر Ismail Omer) ، د کردانو ولسواکه جبهه Kurdish Democratic Front (مشر: عبدالحميد درويش A.Hamid Darwish) ، اخوان المسلمين Muslim Brotherhood (په لندن کې جلا وطنه مشر: صدرالدين البيانوني)، د اصلاح ګوند (مشر: فريد الغادری) ، دا د امريکا او اسراييل پلوی ګوند دی چې په سوريه کې پلويان نه لري او مشران يې بهر اوسيږي.


نوټ: په سوريه كې د بعث ګوند يا واكمن دولت مخالف گوندونه رسميت نه لري.


په UN كې د غړيتوب نېټه: د 1945م د اكتوبر 24.


په نړيوالو ټولنو كې غړيتوب:


 ABEDA, AFESD, AMF,CAEU, FAO, G/24, G/77, IAEA, IBRD, ICAO, ICC, ICCt,ICRM, IDA, IDB, IFAD, IFC, IFRCS, IHO، ILO, IMF, IMO, Interpol, IOC, ISO, ITU, LAS, MIGA, NAM, OAPEC, OIC, UN, UNCTAD, UNESCO, UNIDO, UNRWA,UPU, WCO WFTU,WHO, WIPO, WMO, WToO .


د خپلواکې ورځ: د كال 1946م د اپريل17 (د فرانسې تر ادارې لاندې د ملتونو د ټولنې  له قيمومت څخه).


ملي رخصتي: د اپريل 17.


ملي بيرغ: درې مساوي افقي ټوټې: پاسنۍ سره، منځنۍ سپينه او لاندې توره، د دغه هېواد د بيرغ په منځنۍ سپينه برخه كې دوه شنه پېنځه كونجيز شنه ستوري موقعيت لري.


ملي سرود:  د سوريې ملي سرود( د پلرني هېواد ساتندويانHumat ad- diyar) نومېږي چې شعر او موسيقي يې په كال 1961م كې محمد سليم فلافيل او احمد سليم فلافيل جوړ كړي دي.


 اقتصادي جغرافيه:


عمومي كتنه: د سوريې د صنعتي کيدلو له پاره د دغه هېواد د دولت له پرله پسې هڅو سره- سره اوس هم يو کرنيز هېواد دی. د لبنان او ترکيې سرحدي سيمې د کرنې بډايه زمکې لري.


 ستروس ميوې، زيتون، پنبه او تنباکو د دغه زمکو مهم حاصلات بلل كېږي . په کال 1970م کې د سوريې د اوبو بندونو نيم مليارد مکعب متر ظرفيت درلود ، په داسې حال کې چې دا شمېر په 2007م کې 19000000m³ ته جګه شوه . د سوريې دولت په دغه هېواد کې د اوبو د بندونو او د برېښنا د توليد په بنسټيزو پروژو کې ډېره پانګونه کړې ده .


               په کال 2000م کې بشار الاسد د خپل هېواد د ټولنيز- اقتصادي پرمختګ پېنځه کلن پلان وړاندې کړ . د دغه پلان سترې موخې دا وې:


د پانګونې زياتول، په بانکي سيستم کې سمونونه ، د بورس بازار جوړېدل، د ټولنيز عدالت پياوړي کول ، د وزګارتيا کمول ، د سوداګرۍ له نړيوال مرکز سره يو ځای کيدل ، د صادراتو هڅول، اداري اصلاحات او د قانونيت پياوړي کول.


             د بشار الاسد په مشرۍ د سوريې نوې واکمنۍ هڅه وکړه چې غير نفتي توليدات زيات کړي. په کال 2002م کې دا رقم 5.6 بليون $ و چې په 2007م کې 10.7 بليون $ ته جګ شو . دغه مهال په سوريه كې د بهرنۍ پانګونې اندازه 2.6 بليون $ ته ورسيده چې ښه پرمختګ بلل كېږي.  په کال 2000م کې تېلو د سوريې په صادراتو کې 70% ونډه درلوده، په داسې حال کې چې دا سلواله په 2006م کې 40% ته ټيټه شوه . سوريه 14.4 بليون بيرل تېل لري چې د ايستلو د اوسنۍ اندازې له مخې(په کال کې 160 مليون بيرل ) تر نوي کاله پورې دوام مومي .


د صنايعو سکتور د سوريې په اقتصاد کې ښه ونډه لري. د دغه هېواد سپڼسين تار ، ټوکران، جامې، خوراکي مواد او کيمياوي توکي د کورنيو اړتياوو پر پوره کولو سربېره، عربي او اروپايي هېوادنو ته صادرېږي. په سوريه کې دروند صنعت(وسپنه، پولاد او سمنټ) په دولت پورې اړه لري؛ څو منځنۍ او کوچنۍ فابريكې(د زيتون پروسس، ټوکران، تار، يخچال، فريزر او نور ) د خصوصي سکتور دي. سوريه د فاسفيټو ، مالګې او مرمر سترې زېرمې لري.


  لنډه دا چې کرنه اوس هم د سوريې د اقتصاد پياوړی سکتور دی، صنعت پراختيا مومي، د اوبو ككړوالى ډېرېږي، خصوصي پانګه اچونه د كرنې، انرژۍ او صادراتي سكتور عصري كولو ته لاره پرانيزي، كه د ماركيټ او بيو ستونزې نه وي د تېلو توليد او نړيوال ماركيټ ته د دغه هېواد د غير نفتي سكتور د ننوتلو پروسه بريالۍ روانه ده. د سوريې د ګوتو په شمار اقتصادي بنسټونه، زاړه تكنالوژيكي اساسات او د ښوونې او روزنې كمزورى سيستم، دغه هېواد ته د راتلونكو اقتصادي ټكانونو په وجه زيان رسولى شي او له ګاونډيو هېوادونو لكه اسراييل او اردن سره د سيالۍ Competition مخه نيولاى شي.


د كال 2011م له پيله تر اوسه په سوريه كې لاريونونه او خورې ورې جگړې روانې دي. داسې ښكاري چې د مصر، تونس، يمن، ليبيا او بحرين پېښو د سوريې په خلكو هم اغېزه كړې او ډېره خپلواكي او پرمختګ غواړي. دې پېښو د سوريې پر اقتصادي وضع ډېر ناوړه اغېزه كړې چې اثرات به يې په راتلونكو كلونو كې وليدل شي.


غير خالص كورنى توليد GDR: 107.4 بليون$ (2010).


د غير خالص كورني توليد كلنۍ وده:3.2%


د سړي سر كلنى عايد: 4800 $


د غير خالص كورني توليد سكتوري جوړښت: كرنه 17.1%، صنعت 27.3% او خدمات 55.7%


انفلاسيون:  4.4%. دا رقم په کال 1999م کې 25-15% پورې و.


د كارځواك: 5.53 مليون نفر . كرنه 17%، صنعت   16% او خدمات 67% (2008).


وزګارتيا: 8.3%


هغه كورنۍ چې د فقر تر كرښه لاندې ژوند تېروي: 11.9% 


بودجه: عوايد 12.9  بليون $ او لګښتونه 14.97 بليون $ (2010).                


صنعت: وسپنه، پولاد،  د تېلو ايستل او چاڼ، سپڼسين تار، ټوكران، جامې، خوراكي مواد او څښاک، سګرټ، ګوګړ، سمنټ، سراميك، صابون، چرمي شيان، بوټان، پلاستيك باب، د فاسفيتو ايستل او پروسس، تنباكو، سګرټ، د كوچنيو موټرانو مونتاژ، لاسي صنعت او نور.


د صنعتي توليداتو كلنۍ وده: 6%


د برېښنا توليد: 36.50 بليون KWh  . له اومو تېلو 57% او له اوبو 43% ، لګښت 28.99  بليون KWh  (2009)


د تېلو توليد: 400400 بېرل – ورځ (2009).


د تېلو لګښت: 2520000 بېرل- ورځ


د تېلو زېرمه: 2.5 بليون بېرل(2010 – جنوري).


د ګاز توليد: 6.04 بليون مكعب متر- كال (2008).


د ګاز لګښت: 6.18 بليون مكعب متر- كال(2008)


د ګاز زېرمه:240.70 بليون مكعب متر (2010 – جنوري)


كرنه: د سوريې 5%2 خاوره د كرنې وړ  ده. د دغه هېواد 43% خاوره څړځايونو، 3% ځنګلونو او 22% پاته غرونو، دښتو، سيندونو، ښارونو او د استوګنې کليواله سيمو نيولې ده. سمدلاسه د سوريې 12130km  زمكه كرل كيږي. د دغه هېواد 17% خلك د كرنې په سكتور كې په كار بوخت دي او د هېواد17.1% غير خالص كورنى توليد له كرنې لاس ته راځي. غنم، پنبه، وربشې، تنباكو، زيتون، چغندر، غوښه، شودې، هګۍ ، ستروس، ميوې، سابه او شنه واښه لبنيات د دغه هېواد مهم كرنيز محصولات بلل كيږي.


څاروي: غوينه 1.2 مليون ، بزې 1.6 مليون ، پسونه 22.9 مليون او چرګان 24.5 مليون (2009).


مهم كانونه: تېل، طبيعي ګاز، فاسفيټ، وسپنه، كروم، نكل، منګنيز، سرپ، مالګه او تعميراتي قيمتي ډبرې.


صادرات: ټوله بيه 11.86  بليون $ (2010-FOB).


تېل او نفتي محصولات(40%)، غنم، پنبه،  ټوكران او جامې (16%)، خوراكي توكي او ژوندي څاروي (13%)، استهلاكي شيان او كوچني ماشينونه6% (2000).


غټ تجارتي شريكان: ايتاليا 4.7%، المان 9.2%، فرانسه 5.4%، تركيه 10%، لبنان 12.7%، اسپانيا 6%، عراق 31.4%، مصر 5.2% او سعودي عربستان 5.2% (2009).


واردات: 15.44 بليون $ (2010-CIF).


خوراكي توكي، ژوندي څاروي (15%)، ماشين الات، فابريكې او سامانونه (40%)، وسپنه او وسپنيز محصولات(15%)، ټوكران او جامې (10%)، كيمياوي توكي (10%)، نقليه وسايط، تېل، موبل آيل، وسلې او مهمات، برېښنايي وسايل، پلاستيك، قرطاسيه، وړين تار او نور(10%).


غټ تجارتي شريكان: اوكراين 4.6%، ايتاليا 4.9%، جنوبي كوريا 4.7% تركيه 7%، لبنان 4.1%، سعودي عربستان 10.1%، چين 10.8% ، روسيه 4.2% ، مصر 4.1% ، عربي متحده ايالات 5% او ايران 4% .


بهرني پورونه: 7.6 بليون $ (د روسيې له پورونو څخه پرته) (2009) .


ترانسپورت: سوريه 2052km د اورګاډي  پټلۍ  لري. دغه هېواد 97400km لويي لارې لري چې 19500km يي پخې(د ګړندي تګ Expressways سړک په ګډون)  او 77900km يې خامه دي(2006). سوريه  د اوبو 900km کورنۍ لارې، د تېلو 1997km او د ګازو 3161km نل ليکي  لري. د دغه هېواد د تجارتي بېړيو شمېر 41 ‎( 1000 GRT يا تر دې زياتې) ته رسيږي :





























غټې كارګو بېړۍ


bulk carrier


7


كارګو


Cargo


30


د څارويو ليږدونكې بېړۍ


Livestock Carrier


1


Roll’ on / roll – off Cargo




کانټينر


Container


1


د نفتي موادو ټانکر


Petroleum tanker


2






























هوايي ډګرونه : ټول 104 (2010)


پاخه 29


خامه 75


رنوې له3047m څخه اوږده


5



رنوې له 3047m-2435m پورې


15



رنوې له 2437m-1524m پورې


1


1


رنوې له 1523m-914m پورې


3


15


رنوې له914m څخه كمه


5


59


د هليكوپټرونو ډګرونه: 7 (2010).


كمكي موټر333 زره؛ لارۍ، بسونه او نور نقليه وسايط 442 زره او د ملكي الوتكو كار1.45 بليون مسافر ميل (2010).


بندرونه: طرطوس، جبله Jablah، لتاكيه، امريت Amrit او بني ياسBaniyas.


سوريه د مديترانې په څنډه پروت يو شين لرغونی هېواد دی چې د سيمې او نړۍ د سېلانيانو له پاره ډېر په زړه پورې ځايونه لري. په دې وروستيو کلونو کې د سوريې دولت د سېلانيانو د سفر، استوګنې او امنيت په برخه کې ډېرې آسانتياوې برابرې کړې دي. په کال 2004م كې سوريې 4.6 مليون سېلانيان درلودل چې 72% يې په عربي هېوادونو او 28% يې په نوره نړۍ پورې اړه درلوده، په كال 2011م كې سوريې ته د تلونكو سېلانيانو او زايرينو په شمېر كې؛ ځكه كموالى راغلى چې د دغه هېواد په لويو ښارونو كې پرله پسې لاريونونه روان دي.


د پيسو واحد: سوريايي پونډ(syp) 100=Syran Pound پياسترPiastres


يو امريكايي ډالر=47.75  سوريايي پونډ (2010 – سپټمبر).


مالي كال: عيسوي (ګريګوري).


وزني سيستم: متريك او سيمه ييز اوزان.


مخابرات: د ټلفون نړيوال کود 00963 . د ټلفونونو شمېر 3871000 ډيجټل او 9697000  ګرځند(2009). په سوريه كې د ټلفون كورنى ارتباط د مايكرويف راډيو ريلي او كواكسل كيبل Coaxial Cable له لارې نيول كيږي. په سوريه کې دولت او خصوصي سکتور دواړه د ټلفوني خدماتو په وړاندې کولو لګيا دي او ورځ په ورځ پراختيا رامنځ ته كيږي. ګرځند يا موبايل شبکې په دې وروستيو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی.  دغه هېواد د هند او  آرام سمندرونو د انترسپوتنيكIntersputnik  او انتلسات سپوږمکيو له پاره په خپله خاوره کې دوه زمکني ستيشنونه لري .  سوريه له تركيې، لبنان، اردن او عراق سره د مايكرويف راډيو ريلي، كواكسل كيبل او تر اوبو لاندې كيبل په واسطه تړل شوې ده .


رسنۍ: د سوريې دولت دوه ټلويزيونونه لري چې په عربي ژبه 24 ساعته راز- راز خپرونې كوي. د سوريې 66% كورنۍ د سپوږمكۍ له لارې بهرني ټلويزيونونه ليدلى شي. سوريه درې دولتي راډيوگانې لري. د دغه هېواد لومړنى خصوصي راډيو په 2005م كې په كار پيل وكړ. د سوريې خصوصي راډيوگانې د خبرونو او سياسي پروگرامونو د خپرولو اجازه نه لري.


د راډيويي خپرونو مركزونه: AM-2، FM -2  .د راډيوګانو شمېر: 5.6 مليون.


د ټلويزيوني خپرونو مركزونه: 2. د ټي وي ګانو شمير: 1.37 مليون.


د انترنت کود : SY .


د انترنت ګډون وال : 4469000 (2009) .


ټولنيزه پرمختيا: سوريه د سړي سر كلني عايد له پلوه د آسيا او نړۍ له پرمختلونكو هېوادونو څخه شمېرل كېږي . په دغه هېواد كې له 15 كلنو څخه پورته 83.1% خلك (نارينه 92.1 او ښځې 74% ) په ليك او لوست پوهيږي(2009).


په سوريه كې 11200 لومړنۍ ښوونځي(2750000 زده كوونكي او 116700 شگوونكي)، 2660 منحگني شگوونحگي(894000 زده كوونكي او 53400 شگوونكي)، 300 مسلكي او فني ښوونځي(99000 زده كوونكي او 12500 ښوونكي) او 65 كالجونه، د ښوونكو د روزنې موسسي او پوهنتونونه(230000 محصلين او 5850 استادان ) شته (2006). په سوريه د حافظ الاسد د واكمنۍ تر پايه پورې لوړو زده كړو په دولت پوري اړه درلوده ، بشارالاسد دا دود مات كړ او شخصي سكتور ته يې د ښوونې او روزنې په برخه كې د كار اجازه وركړه . د سوريې د زده كړو عالي شورى د دغه هېواد د ښوونې او روزنې د دوه وزارتونو ( د پوهنې وزارت او د لوړو زده كړو وزارت) چارې پر مخ بيايي.


زده كړه په سوريه كې د 6-14 كلنو ماشومانو او تنكيو زلميانو ته وړيا او جبري ده او ټولې ميندې او پلرونه مجبور دي چې خپل اولادونه ښوونځيو ته وليږي . په سوريه كې ټولې ديني مدرسې د دغه هېواد د اوقافو د وزارت له خوا اداره كيږي . په سوريه كې لومړنى زده كړې 6 كاله وړيا او جبري او منځنۍ زده كړې 6 كاله وړيا، خو جبري نه دي. په سوريه كې د ليسانس دوره څلور، ماستري درې او دوكتورا دوه كاله ده. د سوريې د دمشق او حلب پوهنتونونه د دكتورا د وركړې وړتيا لري. د سوريې د زده كړې ارقام ښيي. په دې هېواد كې په منځنۍ توګه 21 زده كوونكو او محصلينو ته يو ښوونكى يا استاد رسي او 3973000 ماشومان، زلميان او ځوانان په زده كړو بوخت دي چې دا د هېواد د ټول نفوس 19.6% برخه جوړوي . په سوريه كې اوس – اوس 45000 عراقي، 5500 لبناني او يو شمېر فلسطيني محصلين هم په لوړو زده كړو بوخت دي چې دا يې ګاونډ هېوادونو ته يو امتياز ګڼل كيږي.


په سوريه كې 8 ورځپاڼې(تيراژ 287000 چې هرو1000 كسانو ته 20 ګڼې رسيږي)  او 30 مجلې(تيراژ 192000) شته او هر كال 650 عنوان نوي كتابونه(تيراژ 310000 ) چاپيږي . په دغه هېواد كي هر كال هر سړى 3 كيلو ګرامه كاغذ د ليكلو او خپرولو له پاره لګوي . الثوره( اوښتون – انقلاب ) (تيراژ 70000 ګڼې ) او البعث(تيراژ 40000 ګڼې) د سوريې نامتو دولتي او ګوندي ورځپاڼې دي او الوطن د دغه هېواد لومړنۍ غير دولتي ورځپاڼه ده چې په كال 2006م كې له 40 كلن ځنډ وروسته خپره شوه .


د سوريې غټ ښارونه، پوهنتونونه، د ښوونكو د روزنې موسسې، كالجونه، ځينې ښوونځي، دولتي ادارې او وزارتونه 430 كتابتونونه لري. په دې لړ كې په دمشق كې د سوريې ملي كتابتون د يادولو وړ دى چې ودانۍ يې22000m²  پراخه او 9 پوړه ده . سوريه همدا راز ګڼ شمېر موزيمونه لري چې غټ يې دا دي: الظاهريه (دمشق)، ملي موزيم (دمشق)، پالميرا(پالميرا)، قصر الاعظم(دمشق ) او سويدا (طرطوس).


 په سوريه كې روغتيايي آسانتياوي ښې دي او ډېر كار شخصي سكتور سر ته رسوي.  په كال 2005م كې د سوريې هرو 550 كسانو ته يو عمومي داكتر او 700 كسانو ته د روغتون يو كټ رسيده . په سوريه كې د نفوسو كلنى ډېرښت 0.9% دى او په هرو 100000 كسانو كې 33 په نري رنځ اخته دي. په سوريه كې د بعث د ګوند  د ټينګ حاكميت او اسلام ته د خلكو د وفادارۍ په توسن، ټولنه ډېره سالمه پاتې شوې ده . جنايات او اعتياد او په AIDS باندې د اخته ناروغانو شمېر ډېر لږ دى .


په سوريه كې هرو 14.7 كسانو ته يو TV ، 3.6 كسانو ته يوه راډيو ، 5.6 كسانو ته يو ټليفون ، 20 كسانو ته يوه ورځپاڼه او 21 زده كوونكو او محصلينو ته يو ښوونكى يا استاد رسيږي.


پوځ: د سوريې عربي زمكنى پوځ، د سوريې عربي سمندري پوځ، د سوريې عربي هوايي پوځ، (د سوريې د عربي هوايي مدافعې پوځ په ګډون)، پوليس او امينتي ځواک.


د عسكري خدمت عمر: 18 كلن د عسکرۍ موده 21 مياشتيگ(2010) په سوريه كې ښځې په خپله خوښه عسكري خدمت ته تلاى شي.


د عسكري خدمت له پاره د احتياطي كسانو ذخيره، 49-16 كلن: نارينه 5889837، ښځې 5660751 نفر.


د عسكري خدمت وړ كسان، 49-16 كلن: نارينه 5055510، ښځې 4884151 نفر.


د هغو ځوانانو شمېر چې هركال عسكري عمر ته رسيږي: نارينه 256698، ښځې 244712 نفر.


په غير خالص كورني توليد كې د عسكري خدمت ونډه: 5.9%


نړيوالې لانجې: د سوريې د ګولان غونډۍ Golan Hights د اسراييل له خوا نيول شوي دي. دغه هېواد له تركيې سره د دجلې او فرات د سيندونو په اوبو لانجه لري؛ ځكه چې تركيې پخپله خاوره كې، د دغو دوه سيندونو له اوبو څخه د كار اخستنې او زيرمه كولو لويې پروژې جوړې كړي دي. په سوريه کې څه باندې 410000 فلسطيني کډوال اوسي. دوی د عربو او اسراييلو د کال 1967م له جګړې وروسته دلته آباد دي. همدا راز سوريه 170000 کورني بيځايه شوي خلک لري چې په همغه جګړه کې د ګولان د غونډيو له سيمو د سوريې نورو ځايونو ته تللي دي.


نشه يي توكي:  په کال 2007م کې په سوريه کې 2850 کسان په مخدره توكو روږدي وو. په 1992م کې سوريې د نشه يي توكو د کر، توليد او سوداګرۍ کاروباريانو ته د اعدام سزا ټاکلې ده. سمدلاسه په سوريه کې نشه يي توكي نه کرل کېږې؛ خو په سيمه کې د نشه يي توكو د ترانزيت په توګه کارول كېږي.


 په سوريه کې د پيسو سپينول آسانه دي او کيدای شي چې خصوصي بانکونه په دې برخه کې ډېره ونډه ولري.


 تاريخ: له لرغونو پېړيو په سوريه كې لاندې سيمې حساب وې: اوسنۍ سوريه، اوسنى لبنان(تر 1926 پورې) او د اردن او فلسطين ځينې برخې. سوريه د آسيا د لويې وچې ډېره پخوانۍ استوګنه سيمه بلل كيږي. له ميلاد څخه 3000 كاله مخكې(آموري) سامي قوم په دغه سيمه كې داسې يو حكومت جوړکړ چې 1300 كاله يې دوام وكړ. له دوى وروسته(آرامي) قوم د آموريانو ځاى ونيو. له ميلاد څخه 1300 كاله مخكې(كنعانيان)، 900 كاله مخكې(آثوريان)، 600 كاله مخكې (بابليان)،430 كاله مخكې(فارسيان) او 319 كاله مخكې لوى اسكندر په دغه سيمه كې واك ته ورسيدل. كله چې مقدوني سكندر مړ او د ده لويه امپراطوري وشنل شوه؛ سوريه د سلواکيانو او په كال 63م  كې سوريه د روميانو لاس ته ورغله. كله چې په كال 395م كې رومي دولت په ختيځو او لويديځو دولتونو ووېشل شو، سوريه د بيزانس يا د ختيځ روم په امپراطورۍ پورې وتړل شوه.


په اوومه پېړۍ كې كله چې حضرت عمر فاروق(رض) د اسلام خليفه و، سوريه يا شام د يرموك له جګړې وروسته، چې روميانو كلكه ماتې په كې وخوړه د اسلامي پوځونو لاس ته ورغله. د حضرت عثمان(رض) د خلافت په وخت كې معاويه ابن ابو سفيان د شام يا سوريې د والي په توګه وټاكل شو. معاويه وروسته بيا د خپلې واكمنۍ په وخت كې سوريه د خپلې لويې اموي امپراطورۍ د مركز په توګه وټاكله. دغه امپراطوري له آسپانيا څخه تر هندوستان پورې  پراخه  وه. له امويانو وروسته عباسيانو د اسلامي خلافت مركز بغداد ته وليږداوه او يو موټی سوريه په څو حكومتونو ووېشل شوه چې تر ټولو غټ حكومت د حمدانيانو  و.


په كال 1004م كې د حمدانيانو دولت ختم شو او سوريه د مصر د فاطمي خلفاوو او بيا د تركي سلجوقيانو(1117-1097) لاس ته ورغله.


له 1096م څخه تر1270م پورې چې د مسلمانانو او مسيحيانو تر منځ صليبي اوږدې جګړې روانې وې، اروپايانو په اوسنۍ سوريه كې پوځي چاوڼۍ درلودې. كله چې د 13م پېړۍ  په پيل كې  مصريانو مسيحيانو ته وروستۍ  ماتې  وركړه، سوريه له مصر سره يو ځای شوه. لږ وروسته مغولانو په لوېديځه آسيا او سوريه يرغل پيل كړ. سره له دې هم په سوريه باندې د مصر واكمني تركال 1516م  پورې روانه وه. په دغه كال كې سوريه د تركي عثمانيانو لاس ته ورغله.


په كال 1799م  كې چې مصر د فرانسې د واكمن ناپليون بوناپارت پوځونو ونيوه، سوريه هم د فرانسې لاس ته ولويده. وروسته بيا د مصر له نسبي خپلواکۍ سره جوخت، سوريه بيا د عثماني امپراطورۍ  پورې وتړل شوه. دا وخت د سوريې ځينو مسلمانانو سوري مسيحيان وځورول او د عثماني واكمنۍ په ضد پراخه پاڅونونه ناكامه شول. دې اړ و دوړ سوريې ته د اروپايانو پښه خلاصه كړه او د فرانسې دولت له عثماني سلطان سره د مرستې په نامه، په بيروت كې پوځونه ځاى په ځاى كړل. كله چې په كال 1914م كې عثماني دولت په لومړۍ نړيواله جګړه كې ورګډ شو، عربي خپلواكي غوښتونكو د خپلو هېوادونو د خپلواكۍ له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې .


د لومړۍ  نړيوالې جګړې په پاى كې چې عثماني دولت په كې ماتې خوړلې وه، د سوريې د خلكو كنګرې لومړى فيصل چې وروسته بيا د عراق لومړنى پاچا شو، د سوريې د پاچا په توګه وټاكه. امير فيصل چې له انګلستان سره د  دوستۍ پلوي و، د فرانسوي پوځونو د يرغل له امله ماتې وخوړه. فرانسويانو په دغه سيمه د خپلې واكمنۍ د ټينګولو له پاره سوريه په پېنځه برخو(لبنان، علوي، سوريه، سكندرونيه او جبل الدروز) ووېشله(1922). د سوريې خلك د دغه استعماري پلان د شنډولو تابيا وکړه. په 1932-30م كلونو كې د سوريې د کورواکۍ  له پاره لږ  پرمختګ وشو. په كال 1939م كې فرانسويانو د سكندرون سيمه چې خلكو يې په تركي ژبه خبرې كولې تركيې ته وركړه. دې خبرې د سوريايانو غصه نوره هم زياته كړه. د دوهمې نړيوالې جګړې په پيل كې فرانسويانو په سوريه كې خپل پوځونه پياوړي كړل. كله چې د كال 1949م په جون كې فرانسې ماتې وخوړه، په سوريه كې فرانسوي پوځونه هټلري المان ته سلامي شول.


د كال 1941م په جون كې فرانسوي او انګليسي پوځونو سوريه ونيوه او د فرانسې د پوځونو مشر جنرال كاترو، د سوريې د جمهوريت خپلواكي اعلان كړه. د كال1943م په ټاكنو كې د سوريې د خلكو ملي جبهې برياليتوب ترلاسه كړ او شكرى القوتلي د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاكل شو. بهرني پوځونه د 1946م تر اپريل پورې له سوريې څخه ووتل او دغه هېواد په 1948م كال كې له اسرائيلو سره د اعرابو په جګړه كې برخه واخسته. له 1949م څخه تر 1952م پورې حسني الزعيم، سامي الحناوي، اديب شيشكلى او هاشم الاتاسي د پوځي كودتاوو له لارې  د چارو واكې تر لاسه كړې. د شپېتمې لسيزې په لومړيو كلونو كې سوريې له شوروي بلاك سره خپلې اړيكې پياوړې كړې. په 1958م كې سوريې له مصر سره (عربي متحده جمهوريت) جوړ كړ چې د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر يې مشر و. د كال1961 م په سپتمبركې پوځيانو كودتا وكړه. مصري پوځيان او مامورين يې له سوريې څخه وشړل او له مصر سره يې د سوريې يو ځاى كيدل لغو كړل. د كال 1963م په مارچ كې د جمال عبدالناصر پلوي سوري پوځيانو كودتا وكړه. په 1965م او 1966م كلونو كې دوه نورې كودتاوې بريالۍ شوې. وروستنۍ كودتا نورالدين الاتاسي واك ته ورساوه.


په كال 1967م كې سوريې له اسراييلو سره د عربي هېوادونو په جګړه كې د ګولان په غونډيو كې خپله يوه برخه خاوره له لاسه وركړه، په كال 1968م په سوريه باندې د واكمن بعث ګوند د مشرانو اتاسي او حافظ الاسد تر منځ خپلمنځي لانجې پياوړې شوې چې په پايله كې يې حافظ الاسد(1970) په يوه كودتا كيگ تگول واك ترلاسه او اتاسي يې ليريگ كؤ. حافظ الاسد په 1971م كې د سوريې د ولسمشر په توګه وټاكل شو. په كال 1973م، د اعرابو اواسراييل په بله جګړه كې سوريې فعاله برخه واخسته او خپله يوه برخه بايللې خاوره يې بېرته ترلاسه كړه. په همدې كال كې د سوريې نوى اساسي قانون نافذ شو.


په كال 1976م كې سوريې د لبنان د زمکنۍ بشپړتيا د ساتلو له پاره خپل 30000  كسيز پوځ په لبنان كې ځاى په ځاى كړ چې د اسراييل له كلك مخالفت سره مخ شو. په 1977م كې چې مصر له اسرائيلو سره د كمپ د يويد د سولې تړون لاسليك كړ، سوريې له مصر سره خپلې اړيكې وشلولې او د عربي مقاومت جبهه يې جوړه كړه.


په كال 1978م كې حافظ الاسد بيا د سوريې د ولسمشر په توګه وټاكل شو. په 1981م كې د سوريې او ليبيا مشرانو حافظ الاسد او معمر القذافي، د دغه دواړو هېوادونو د نژدې راتلونكي يووالى اعلان كړ چې عملي نه شو.


په 1982م کې د سوريې دولت عراق په هغه پېښو کې ښکېل وباله  چې په زرګونو کسان په کې ژوبل شول او خپله پوله يې وتړله، عراق هم په ورته کار لاس پورې کړ او د سوريې بانياس بندر ته يې د کرکوک د تېلو نل ليکه بنده کړه.


د ايران- عراق په اته کلنه جګړه کې سوريې د ايران پلوي وکړه او د عراق دولت يې يرغلګر وباله. د 1983م کال په نيمايي کې د سوريې او فلسطين د آزادي بښونکي سازمان اړيکې؛ ځکه خړې پړې شوې چې سوريې د ياسرعرفات د مخالفينو ننګه پياوړې کړه. په کال 1985م کې حافظ الاسد بيا د اووه کلونو له پاره د سوريې د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. د 1986م په اکتوبر کې انګلستان په سوريه تور ولګاوه چې د لندن په هوايي ډګر کې د اسراييلي الوتکې په تروريستي عمل کې لاس لري. يو کال وروسته د اروپا د اقتصادي ټولنې ټولو غړو هېوادونو له سوريې سره خپلې اړيکې پرې کړې؛ خو له انګلستان څخه پرته نورو هېوادونو  ژر خپلې اړيکې بيا جوړې کړې.


په کال 1990م کې سوريې له مصر سره بيا اساسي اړيکې ټينګې کړې، په کويټ باندې د عراق د يرغل په ورځو کې، سوريې د کويټ ننګه وکړه او سعودي عربستان ته يې پوځونه واستول. دې کار د سوريې او امريکا ساړه روابط لږ جوړ کړل.


د 1991م په مى کې د سوريې او لبنان تر منځ د همکارۍ تړون لاسليک شو او سوريې د لومړي ځل له پاره لبنان د يوه خپلواکه هېواد په توګه په رسميت وپېژاند. د همدې کال په دسمبر کې حافظ الاسد د څلورم ځل له پاره د سوريې ولسمشر وټاکل شو، دولت د خپل مخالف ګوند اخوان المسلمين 2800 سياسي بنديان خوشې کړل او 4000 سوريايي يهودانو ته يې اجازه ورکړه چې په خپله خوښه اسراييل ته کډه شي.


د کال 1994م په جولای کې د امريکا ولسمشر بل کلنتون او حافظ الاسد د لومړي ځل له پاره سره وليدل. په دې کتنه كې کلنتون د سوريې او اسراييل تر منځ په مخامخ خبرو ټينګار وکړ.


د 1995م په جون کې د سوريې او اسراييل خبرې؛ ځکه بريالۍ نه شوې چې اسرائيلو د ګولان(جولان) د غونډيو له پرېښودلو ډډه وکړه. په 1996م کې د سوريې ولسمشر حافظ الاسد له عربي مشرانو سره وليدل او هڅه يې وکړه چې له اسراييلو سره د خبرو يا مقابلې له پاره ګډ دريځ ومومي. د 1997م په نومبر کې سوريې له عراق سره خپلې سړې اړيکې ښې کړې او وويل شول چې کيدای شي ترکيه د عراق هغه سرحدي سيمې ونيسي چې ډېر تېل لري.


د کال 2000م په مارچ کې د سوريې د لومړي وزير ټولو وزيرانو استعفی وکړه او محمد مصطفی ميرو نوی کابينه جوړه کړه . د همدې کال په جون کې حافظ الاسد له دېرش کاله واکمنی څخه وروسته مړ شو او زوی يې بشارالاسد د بعث ګوند د مشر ، د پوځونو د لوی قوماندان او ولسمشر په توګه وټاکل شو . په 2001 م کې د سوريې او عراق اړيکې نورې هم ښې شوې، د سوريې لومړی وزير بغداد ته سفر وکړ او له عراق سره يې ګڼ تړونونه لاسليک کړل .


د کال 2003م په اکتوبر کې اسراييلي الوتکو دمشق ته نژدې د عين الصاحب پر سيمه بمونه وغورځول. دلته فلسطيني ګډوال مېشت وو او اسراييلو  ويل چې د فلسطيني جنګياليو يوه اډه يې ړنګه کړې ده. د کال 2005م په اپريل کې سوريې له لبنان څخه خپل 30000 پوځيان؛ ځکه ويستل چې لبنان سوريه د خپل لومړي وزير رفيق الحريري په وژنه ګرمه بلله او په دغه هېواد کې ډېر سوري ضد احساسات را پورته شوي وو. نړيوالې ټولنې هم په دغه فشار کې پياوړی لاس درلود.


د 2006م په اګست کې بيا اسراييلي الوتکو د سوريې او لبنان په سرحد کې د مصنع پر سيمه يرغل وکړ او د 2007م د سپتمبر په 6 يې د سوريې د تل ابيض پر سيمه هوايي بريد وکړ او يوه مياشت وروسته يې وويل چې د سوريې هغه پوځي اډه يې ويجاړه کړې چې اتومي وسلې يې جوړولې.


د كال 2011م د پسرلي په پاى كې په تونس، مصر، يمن او بيا وروسته په ليبيا، بحرين او سوريه كې، د دغو هېوادونو د رژيمونو په وړاندې د خلكو پراخ لاريونونه پيل شول.


د سياسي چارو شنونكي دا پسرلى د عربو نوى پسرلى بولي. د دغو لاريونو په پايله كې د تونس ولسمشر وتښتيد، د مصر ولسمشر حنسي مبارك محاكمې ته كېكاږل شو، په ليبيا كې ژور بدلون راغى، بحرين ته د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پوځونه ننوتل، د يمن ولسمشر على عبدالله صالح په جگړه كې ټپي شو او په سوريه كې د رژيم پر ضد د خلكو په پاڅون كې 3000 كسان ووژل شول.


اوس د سوريې رژيم د نړيوالو تر ستر فشار لاندې دى چې د خپلو خلكو غوښتنې ومني او ولسمشر بشارالاسد دې ګوښه شي؛ خو داسې ښكاري چې سوريه د ايران په مرسته د لاريون كوونكو او مخالفينو ټكولو ته دوام وركوي.


 وروسته له دې چې په سوريه كې د بشار الاسد د رژيم په ضد د خلكو غصه او لاريونونه ډېر شول، بشار الاسد د عربي ټولنې د منځګړو مشورې ومنلې او پرېكړه يې  وكړه چې پوځونه به بېرته خپلو اډو ته ستانه كړي او په ملكي خلكو به ډزې بندې كړي؛ خو دا پرېكړې عملي نه شوې او لاريونونه په جګړو بدل شول.


له سوريې سره د افغانستان اړيكې : سوريه او افغانستان له كال 1950م څخه راپديخوا سياسي اړيكې لري. د هغه تړون له مخې چې د كال 1950م د اكتوبر په 12 د سوريې د لومړي وزير داكتر ناظم القدوس او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير تر منځ لاسليك شو، دواړو خواوو هوكړه وكړه چې په بغداد او كابل كې به د خپلو سفارتونو له لارې نا استوګنې سياسي اړيكې ساتې.


د كال 1981م د اګست په 29 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد دوست  دمشق ته ولاړ. دواړو هېوادونو يوه ګډه اعلاميه خپره كړه او په كابل او دمشق كې يې د خپلو سفارتونو د پرانستلو تړون لاسليك كړ . له دې پرېكړې وروسته افغانستان په دمشق كې خپل سفارت پرانست.