ښوونځی په چاودېدونکو توکو والوزل سو.

رفيع الله مندوخېل | اپریل 23rd, 2012


د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کي د هلکانو يو ښوونځی په چاودېدونکو توکو الوزول سوی دی . د چاودنې له امله د ښوونځي درې خوني له منځّه تللې، خوکوم ځاني زيان يې نه دی اړولی .
پوليسو پېښه تاييد کړې او ويلي دي چې د ډېره اسماعيل خان په ټاون شپ سيمه کې نامالومه کسانو يو ښوونځی په چاودېدونکو توکو الوزولی دی، چې امله يې د ښوونځې بام او درې خوني په بشپړه توګه له مينځه تللې دي .
پوليس وايي، چې په ښوونځي کې اتلس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ايښودل سوي وو او له نېکه مرغه په داسي حال کې چاودنه سوې چې هلته څوک نه وو. ګنډه پور زياته کړه، چې وسله وال له چاودنې وروسته له سیمې تښتېدلي دي .
په قبايلي سيمه کې د وسله والو له خوا د ښوونځيو په چاودېدونکو توکو الوزول کومه نوې خبره نه ده . تر دې وړاندې هم په بېلا بېلو سيمو کې ورته پېښي رامنځته سوې دي . او تر اوسه تر سل زيات ښوونيز مرکزونه د وسله والو له خوا په چادودېدونکو توکو الوزول سوي دي . چې له امله يې په زرګونه ماشومان له ‌ ذده کړې بې برخې پاتي سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024