کور / تازه خبرونه / د سندرغاړي رفیق شينواري مېرمن د علاج وس نه لري

د سندرغاړي رفیق شينواري مېرمن د علاج وس نه لري

پېښور : د پښتو موسیقۍ د نومیالي سندرغاړي رفیق شينواري ږغ به د ډېرو داسې شتمنو پښتنو په زړونو کې ځای لري چې د ډېر څه وس لري خو د پښتو ژبې او پښتو موسیقۍ د دې سپېڅلي سندرغاړي اتیا کلنه مېرمن د خپل خاوند له مرګه شل کاله وروسته هم دومره وس نه لري چې د خپلې ناروغۍ لپاره دارو درمل واخلي. د خپلې لور په کور کې اوسېدونکې دا سپین سرې مېرمن وايي دا اوس پر دې مجبوره شوې ده چې د خپل خاوند اخیستي ټول اېوارډونه خرڅ کړي او د ځان علاج وکړي.

​​​