هاشم بابر له عوامي نشنل ګونده استعفی ورکړه
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د عوامي نيشنل ګوند مرکزي اېډشنل سېکريټري جنرل هاشم بابر په دې ګوند کې له خپل غړیتوب څخه استعفی ورکړېده د نوموړي وينا وه چې په دې ګوند کې دننه ځینې داسې قوتونه دي چې د هغه په وینا ورسره د اولس خدمت يوشان نه کېږيد ده په وينا د اولس د خدمت لپاره به له يو بل ګوند سره ملګری کیږي. هغه وویل چې په دې لړ کې ورسره ځینو مشرانو تماس هم نېولی دی خو ده لا تر دې دمه پرېکړه نه ده کړې چې په کوم ګوند کې ګډون وکړي