کور / کره کتنه / جنرال دوستم غواړي بېرته …

جنرال دوستم غواړي بېرته …

جنرال دوستم چې د افغانستان  په شمالي ولایتونو کې د حزب جنبش ملېشؤو مشري کوله او لا هم د دې بدنام ډلې مشري  کوي ، په هیوادکې هغه څېره او يا به بله اصطلاح هغه څوک دی  چې په مېشت ټول ولس کې زړه ته نږدې څوک نه لري او نه به داسې وخت راشي . دا ځکه چې  په تېرو درې لسیزو کې يې  د سیمې په خلکو بیحده ظلمونه او ناتارونه تېر کړي دي او دهغوئ عزت يې لوټلی دی .په ۱۳۷۷ او ۱۳۸۰ ه ش کلونوکې يې د خپلمنځي جګړو پرمهال زرګونه طالبان د شبرغان په لیلي دښته کې له تسلیمئ وروسته په ډیرې بیرحمي وژلي او په ډله ییزو قبرونو کې يې غورځولي دي .


همدارنګه د هیواد په شمالي ولایتونو کې يې  د خپلې واکمنۍ پرمهال  یو شمیر جهادي قومندانان هم لکه رسول ((پهلوان)) حفیظ (( ارباب)) رووف (( سوري )) له فاریاب ولایت څخه  لعل محمد ((پهلوان)) او عاشور((پهلوان)) له جوزجان ولایت څخه،  جنرال مومن  له اندراب څخه،مولوي اسلام له سمنګان ولایت څخه  او یو شمیر نور ورته جهادي قومندانان  د همدغه بې وجدان او بې ضميره  انسان چې دلوی الله په اشرف المخلوقاتو کې دنياته راغلی اوځي به هو د همدغه دوستم  له لوري په شهادت رسیدلي دي .


انا الله وانا الیه ر اجعون


اروا ګانې يې ښادې او یاد يې تلپاتی


څه موده وړاندې  دوستم او دهغه یو شمیر فاسد ملګري  د توبې ایستلو او په خپلو ناروا کړنو د پښېماني ښودلو په نیت د هغه الله پاک دربار ته د عمرې کولو لپاره سعودي عربستان ته ورغلل چې د انسان وژنه يې ناروا ګرځولې او په سپيڅلي قران کريم کې يې فرمايلي دي چې يو انسان چې په قصدي ډول وواژه ګويا هغه ټول بشريت وواژه نو الله او که چېرته يې يو انسان وژغوره ګويا بشريت يې وژغوره نو اوس به الله پوهيږي چې څه ورسره وکړي ده خو د مخلوقاتو په وژلو سرفه نه ده کړې .


له کله نه چې له هغه ځايه راوګرځید له ځينو مراسمو وروسته مزارشریف ښار ته راستون شو. په ده پورې په تړلي يوسمیه ییز آينه تلویزون کې  يې د يوې مرکې پرمهال  له طالبانو سره  د خبرو کولو وړانديز وکړ او دا يې هم وویل چې د طالبانو مشرملاعمرهرکلي ته يې خپله غيږه پرانیستې ده .


دی غواړي خپله شومه او له اسلام څخه ګرځيدلې څېره  د ښه مسلمان او سوله خوښ انسان په ډول څرګنده کړي . او د دوهم ځل لپاره له سره داسلام دین قبول کړي .


خو انشاالله د افغانستان ویښ او اسلام خوښی ولس به کله هم دداسې  بې دینو او بدکارو انسانانو لکه دوستم او د هغه د ملګرو کړڼې هیرې نکړي . او ټول ولس دې ته په تمه دی چې کله به په نړیواله کچه دداسې ظالمانو محاکمه پیلیږي . تر څو هغه بیګناه وينې چې دده او ملګرو په لاسونو توئې شوې دي . د هرڅاڅکي پوښتنه ترې وشي . او ټولې نړۍ ته دا وښودل شي چې دستم څوک  ؤ او څه ورسره وشول؟