کور / کتاب / (پښتو متون سمېدل غواړي) لومړی ټوک چاپ سو

(پښتو متون سمېدل غواړي) لومړی ټوک چاپ سو

 پښتو متون سمېدل غواړي د استاد محمدمعصوم هوتک نوی اثر دئ. د دې اثر ارزښت له نامه څخه معلومېږي چي د زړو متونو سمېدل ئې مراد دي. دا د يوې لويي او اکاډيميکي پروژې لومړی ټوک دئ، دوه وروستي ټوکونه ئې اميد دئ وروسته چاپ او خپاره سي. د دغه کار د اهميت او اړتيا په باب استاد خالق رشيد داسي ليکلي دي:


              “(پښتو متون سمېدل غواړي) د هغه درانه اثر نوم دی، چې د پښتو ژبې نوميالي څېړونکي او مسلکي ليکوال ښاغلي محمدمعصوم هوتک ئې د خپلو اوږدو څېړنو او اوږدو کالونو زيار په ترڅ کې زموږ په واک کې راکوي چې دا دی لومړی ټوک ئې زموږ مخې ته پروت دی. د اثر موضوع يوه نوې او نوښتي موضوع ده چې د پخوا په نسبت په نوي ليد او نوي ميتود سره کار او کتنه پرې شوې ده. کتاب په يوه لنډه مقدمه پيل شوی چې ليکوال په هغې کې د خپل کار اهميت او انګېړه په ډاګه کړې او د دغې اوږدې او ګټورې پروژې ادبي رسالت ئې په خپلو جامعو الفاظو کې په ډاګه کړی دی …”.


              د استاد هوتک صاحب دغه اثر په دوو برخو او اوو څپرکو کي ليکل سوی دئ، لومړۍ برخه چي څلور څپرکي لري د متن، متني نقاد، خطي نسخې، متن څېړني اصولو او روشونو، د  ژبپوه ستونزي او د متن پوه مسئوليتونو او بالاخره په پښتو متونو کي د پرتو ستونزو، لاسوهنو او تېروتنو د تحقيق او پلټني له پاره ځانګړې سوې ده. يا په بله اصطلاح ويلای سو چي دغه برخه د متن پوهني تيوريکي بحث دئ.


              ورپسې دوهمه برخه شرو کېږي. دوهمه برخه درې څپرکي لري. لومړی څپرکی ئې د هغو متونو د معرفۍ، پېژندني او کره کتني له پاره خاص سوی دئ چي د مستشرقينو په لاس تهيه سوي او خپاره سوي دي. په راتلونکو دوو نورو څپرکو کي هغه متون د کره کتني له زاويې څخه څېړل سوي دي چي په افغانستان کي تر ۱۳۵۲ش کال مخکي او وروسته چاپ سوي دي. په دواړو څپرکو کي دوڅلوېښت متنه نقد سوي او د هر متن ښېګڼي او بدګڼي د متني اصولو او روشونو له مخي څېړل سوي او سپړل سوي دي.


              دغه اثر د خپلي علمي محتوی له رويه په پښتو ژبه کي لومړی کتاب دئ چي په دې برخه کي ليکل کېږي، تر دې مخکي په دغه شکل او دغه کميت و کيفيت د متونو په باب څېړنه او تحقيق نه وو سوی، دا پر پښتو ژبه د استاد هوتک صاحب هغه پېرزوينه ده چي تر اوسه چا نه وه پر کړې.  که د پښتو ژبي متن څېړونکي او متن پوهان راتلونکي متون داسي ترتيب او تهيه کړي لکه په دغه اثر کي چي ئې لارښوونه سوې ده، زه باوري يم چي زموږ د ژبي متون به له ډېرو هغو ستونزو څخه نجات ومومي چي استاد ئې د لارښوونو پېرزوينه راباندي کړې ده.


              که د دغه اثر په مرسته د پوهنتونونو د محصلينو له پاره د پښتو متونو ليکچرنوټونه تهيه او جوړ سي زه په پوره يقين سره ويلای سم، چي زموږ راتلونکي متن څېړونکي او متني نقادان به له هماغه پيله د متونو په اړخ کي ستونزو او مشکلاتو ته متوجه سوي وي او هغه لار به ئې پرې ايښې وي چي د مکې پر ځای ترکستان ته ځي.


              د استاد دغه اثر په ۳۴۴ مخونو کي ترتيب سوی دئ. نوموړی اثر په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د زرو ټوکو په تېراژ پر مناسب کاغذ او ښکلې وقايه باندي چاپ سوی دئ. د زياتو معلوماتو له پاره علاقه مندان کولای سي له لاندي تليفون شمېرې او ايميل ادرس څخه استفاده وکړي:


۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱


mrohyal@yahoo.com