کور / نثر / ژوند داسې یوهنداره ده چې څو انځوره ښيي

ژوند داسې یوهنداره ده چې څو انځوره ښيي

ژوند داسې یوه هنداریزه ټولګه ده چې غم ، خوښي ، خفګان او ډیر څه په خپله لمنه کې له ځان سره لري.انسان بعضې وخت دومره غمجن شي چې دځآن سره تل دا فکر کوي چې دنړئ په مخ به له ده څخه څوک زیات بدبخته نه وي اوپه دې نړئ کې به داسې څوک نه وي چې له ده څخه زیات غم ولري .داسې شیبې هم دانسان په ژوند کې راځي چې پکې ډیر زیات خوښیږي او داسې فکر کوي چې دنړئ په مخ دده څخه څوک زیات خوش قسمته نشته او دی ترټولو زیاته خوشالي لري .څه شی چې ډیر اړین بریښي هغه دادي چې انسان باید په شته ژوند باندې قناعت وکړي او همدارنګه  تل په د واړوحالاتو کې انډول وساتي او دانډول ددې چنترویزې لیکې نه پښې بهر نه کړي او ددې لامل نه شي چې په راتلوني کې پرې زیات وژاړي او یاهم پرې افسوس وکړي  یانې دخوښئ په وخت داسې کړنې څرګندې نه کړي چې ستر واکمن ترې ناراضه شي او دغم په حالت کې داسې څه ونه کړي چې دڅښتن له لوري دزیاتې سزا مستحق شي.دنړئ دا سیستم ستر واکمن او ځواکمن ذات داسې جوړ کړی چې پکې هرڅه دهغه په خوښې اوارادې سره کیږي .زمونږه دټولنې خلک او په خصوص ځوانان تل دفکرونو او سوچونو په دربار کې پراته وي او دځان سره داتشویش لري چې راتلونکی به مې څنګه وي ، کار او یاهم د لوړو زده کړو څخه وروسته به دنده پیداکړی شم او کنه ، ایا دژوند په دې سختو او کږلیچو لاروکې به دخپلې کورنئ سره څه مرسته وکړي شم او کنه ، ایا دخپلو ورونو او فامیلي غړو دامیدونو مطابق به رانه څه جوړ شي او کنه ، دا ټول هغه څه دي چې پایله یې پرته دتشویش څخه نور هیڅ هم نه ده ،مهمه داده چې دکایناتو په ستر واکمن او ځواکمن ذات باندې دا باور ولرو چې هغه هرڅه کوي نو دانسان دګټې لپاره یې کوي او تر څو پورې چې ورسره انسان بیوفایی ونه کړي او دهغه دلارې څخه وانه وړي نو هیڅکله هم هغه انسان نه ځوروي .دهغه له لوري په هره کړنه کې زمونږ لپاره خیر پروت دی .


ځوانان باید دداسې څه لپاره هیڅکله هم تشویش ونه کړي او خپل باورله لاسه ورنه کړي چې دوی دخپلو اصلي موخو څخه اړوي .تل باید دهغه واکمن او ځواکمن ذات څخه چې په دربار کې يې دهیڅ کمي نشته وغواړو او دهغه په لاره برابر ځان وساتو ،که چیرته هغه زمونږه څخه راضي وي نو هیڅکله به هم په ژوند کې دداسې ستونزو سره مخ نه شو چې حل یې زمونږ دوس څخه وتی وي ….په پوره درناوي او مینه ت.م.تمکین