کور / هراړخیز / د غزني ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د غزني ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

ګل آغا احمدي وردګ
د غزني ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د وردګو او لوګر ولایتونه، جنوب ته یې د پکتیا او پکتیکا ولایتونه، لویدیځ ته یې د ارزګان او زابل ولایتونه او شمال ته یې د بامیان ولایت موقعیت لري.
 
د غزني ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 1,111,300 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د غزني ښار دی او په مرکز سربیره 18 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له اندړ، ناور، مقر، جاغوري، قره باغ، جم جغتو، ناوه، مالستان، اجرستان، ګیلان، واغز، ګیرو، آب بند، زنه خان، ده یک، ولي محمد شهید، خواجه عمري او رشیدان څخه عبارت دي.
 
د غزني په ولایت کې پوهنیز پرمختګ د نا امنیو له کبله او په ځانګړې توګه پښتون میشتو سیمو کې له ګڼو ستونزو سره یو ځای خپل مزل پر مخ بیايي چې د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  غزني  په ولايت كې په ټولیزه توګه 620 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 588 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 21 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 19 بابه دیني مدرسې، 1 بابه دارالحفاظ)  8 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 316,318 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 6,523 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  11,550 تنه د سواد د زده كړې په 525 بابه كورسونو كې د 222  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د غزني په ولايت كې د 13,171,562 امريكايي ډالرو په ارزښت 157 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 94 پروژې بشپړې شوې او 63 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د غزني ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 4,850 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د غزني په ولایت کې، د نا امنیو او یو شمیر بندو ښوونځیو موجودیت، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…