کور / نثر / دپښتنې ټولنې ویناوې دکاڼې کرښې دي

دپښتنې ټولنې ویناوې دکاڼې کرښې دي

زمونږه پښتنئ ټولنه داسې یوه ټولنه ده چې دهر کار لپاره پکې سیمه ایزې ویناوې موجودې دي او هغه بیلکول دکاڼي کرښې وې او څومره یې چې تجربه کوې پایله يې دهغو ویناوو مطابق خیژي لکه د بیلګې په توګه د یارانې او یاهم دانډیوالئ لپاره داسې لنډئ ویل کیږي چې :


مینه په تلو راتلو زیاتیږي


کله راځه کله به زه درځم مینه


که پورتنئ لنډئ ته فکر وکړو رښتیا هم چې چاسره زیات لیدل کتل کوې او زیات ورسره ګورې او همدارنګه کورته یې ځې راځې نو اړیکه ورسره خورا غښتلي پاتې کیږي.


همدارنګه چې دچا لپاره ته احترام لرې او یاهم ورسره مینه لرې او یادې ورسره کلکه ملګرتیا وي او بار بار یې پوهوې خو هغه ستا نیکه خبره نه مني نو دهغې لپاره ویل کیږي چې


ته زما چې نه منې نوزه ستا کله منم


ته پخپله لاره ځه زه په خپله لاره ځم


او که ددې پایلې ته وګورو نو هم راته جوتیږي چې کله په اړیکه کې دیوبل خبره ونه منل شي نو هغه اړیکه دزیات وخت لپاره غزیدلې نه پاتې کیږي او حتما پرې کیږي …او یاهم که په دودونو کې څوک یوبل ته په مقابل احترام باندې قایل نه وي نو بیا ورته داسې ویناوجود لري چې :


که راته ګورې درته ګورم


که راته نه ګورې پروا دې نه راځینه


همدارنګه په دې تړاو یو بل شعر هم شته چې خورا دمانا څخه ډک ا و ګلورین بندونه لري لکه چې وایي


 


مینه محبت چې دې څوک نه مني


مه ګرزه بیا داسې لیونو سره


څوک چې درته ګوري په خوږو سترګو


ځان ورته لوګی کړه سپیلنو سره


همدارنګه هغه ټولنې یا کلي او یاهم سیمې چې مشران یې هلکان وي او دپوخ عمر خاوندان نه وي نو په پښتنئ ټولنه کې ورته سیمه ایزه وینا وجود لري چې :


چې هلک یې وي ملک


هغه کلی به شي ورک


تجربو دا ثابته کړیده چې کله هم خام او تنکي ځوانان دخپلې وسې څخه زیات بوج درهبرئ واخلي نو ټوله ټولنه دستونزې سره مخ کوي او ډیری داسې ستونزې هم ورته مخې ته راځي چې دحل لاره ترې ورکوي


 


لنډه داچې که داسې ووایو چې دپښتنئ ټولنې دغه ویناګانې دکاڼي کرښې او دپښتنو لپاره یوه بنسټیزه کړنلاره د ه نو بده به نه وي ، الله دې زمونږه ټولنه تل خوشاله او سوکاله واوسي او نور پکي دنورو دلاسه دغمونو غوړیدلی ټغر راټول شي او هرې خواته مینه وي ، محبت وي او خوشالیانې وي ………ژوند ژوند پښتنئ ټولنه