کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٨ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٨ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٨ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٤٠:- استغفار يعني د مغفرت غوښتنه په کثرت سره کوه چي ګناهونه دي کم سي.
١٤١:- د حرامو شيانو او حرامو خبرو څخه ځان وساته چي دعا دي قبوله سي.
١٤٢:- تر ټولو غوره کس هغه دئ چي نورو خلکو ته ګټه رسوي.
١٤٣:- که ظلم نه کوئ نو د قيامت په ورځ به د رڼا سره راکښېنى.
١٤٤:- که غواړې چي تر ټولو ډېر بزرګ سې نو د مصيبت په وخت کي د الله پاک جل جلاله څخه شيکايت مه کوه.
١٤٥:- همېشه پاک اوسېږي چي په رزق کي دي برکت راسي.
١٤٦:- که څوک په الله پاک جل جلاله او د قيامت په ورځ ايمان لري نو هغه له په کار ده چي د مېلمنو خدمت وکړي.
١٤٧:- د اړمنو خلکو د اړتيا بشپړه ولو له پاره کوښښ کوونکي خلک داسي دي لکه د الله پاک جل جلاله په لاره کي چي جهاد کوي.
١٤٨:- د ګناه څخه توبه کوونکى داسي دئ لکه هغه چي ګناه نه وي کړې.
١٤٩:- غوره کار هغه دئ چي په اعتدال سره وسي.
١٥٠:- کله چي يو انسان د الله پاک جل جلاله د بېري رپېږي نو د هغه ګناهونه داسي رژېږي لکه د يوې وني په ښورولو سره چي د هغې پاڼي رژېږي.