کور / نثر / مینه یو عجیبه احساس

مینه یو عجیبه احساس

نن په ناڅآپي ډول دیو ملګري د ویناووڅخه راته دا څرګنده شوه چې نوموړی هم دمینې په دلدل کې نوي قدمونه ایښي دي ،دهغه په لیدو سره زما هم فکري کاروان یو څوکاله وروسته لاړ ، دا دمینې لمړی مرحله څومره په زړه پورې وي ، په هیڅ کار کې دې زړه نه لګي ، دشپې د رته خوب نه راځي او آن لا تردې چې سړی کله لمانځه ته هم دریږي نو دخپل محبوب خبرې ورته یادیږي او بیا په لمونځ کې هم دځآن سره یو نا څه مسکي شي ، هره ورځ څه ناڅه بانه لټوي چې خپل محبوب وګوري او یايې هم دکلي زیارت وکړي .مینه یو ډیر عجیبه احساس انسان ته ورکوي ،څوک بادشاه کړي ، څوک ګدا کړي ، چاته ګل شي او چاته اور شي ، څوک مخلص کړي او څوک ظالم کړي ، څوک خپله مینه ترلاسه کړي او څوک یې دلاسه ورکړي ، چاته مینه وفاداره ثابته شي او چاته هم بیوفا ثابته شي ، چاته مینه دوه اړخیزه وي او چاته یو اړخیزه ويچاته دمینې له وجې دا دنیا او ددې دنیا خلک ښکلي ښکاري او څوک هم بیا دمینې دلاسه دخپل ژوند څخه دومره تنګ شي چې تل هڅه کوي چې څوک ونه ویني او داسې یوځای ته تښتي ،

عاشق انسان شاعرئ او دمینې قصو ته ډیره لیوالتیا لري ، تل هڅه کوي چې دعاشقئ په باب کتابونه وګوري ، دمینې قصه لرونکي فلمونه وګوري او بیا دهغې قصې ته ژاړي هم ،چې دپټي په پوله او یاهم په لاره روان وي نو دځان سره زمزمه کوي او فکرونه یې دلیلا سره وي ،

په مینه کې اخته داسې کسان هم شته چې ډیر ځلې دخپل محبوب لپاره ډیرې سختې قربانئ ورکوي او تر دې چې له خپله ځانه هم تیریږي او په هرقیمت چې وي دخپل محبوب دلاسته راوړلو لپاره هڅه کوي

داسې خلک هم شته چې مینه یې الله ترې بلې دنیا ته بیایي او دی په دې دنیا کړیدلی سروهلي بروهلی ګرزي ولې داسې خلک هم شته چې خپل ټول وخت دخپلې مینې سره تیروی ،

…هاها ډیره په زړه پورې پیښه ده او خوند یې یواځې هغه ځوانانو ته مالومیږي چې دیادې تجربې څه تیرشوی وي

خو ددې ټولو خبرو نه علاوه هم چې ځوانان پرې ښه پوهیږي بیاهم د مینې څخه څوک لرې نه شي تښتیدای او ژه ژوند کې په یو نا یو ډول ورسره حتما مخامخ کیږي خو خوشبخته خلک هغه د ي چې مینه وکړي او خپلې مینې هم ورسیږي خو په مینه کې چې خلوص نه وي هغه مینه مینه نه ده

په پای کې راته خپل یوشعر رایاد شو چې

نورڅه نشته محبت کې تباهي ده

ټول ځوانان له کاره باسي رسوايي ده

که یې نه منئ احوال دتمکین واخلئ

سودايي شو شروع کړې یې شاعري ده

……………………..ژوند ژوند مینه ، ژوند ژوند عاشقان