کور / سياسي / دطالبانو پخوانی لوړ رتبه غړی سيد معتصم اغا

دطالبانو پخوانی لوړ رتبه غړی سيد معتصم اغا

د طالبانو یو پخوانی مشر چی د طالبانو د حکومت په وخت کې وزیر او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نیژدې ملګری وو، او د طالبانو د سقوط وروسته د طالبانو په را ټولولو او تمویلولو کې خورا مهمه ونډه لرلې ده، په طالبانو کې د سیاسي کمیسون مشر هم پاته سوی، او بیا وروسته د طالبانو د مشر د ملا محمد عمر له خوا د ځینو اختلافي مسائلو پر سر د کاره څخه لیري کړل سو، او پر کور کښينول سو. په تیر اګسټ کي په کراچي کي د ناپېژاندو کسانو له خوا په ګولیو وویشتل سو اوس يې په ترکیه کي تداوي کیږي او پرون یې د The Daily Beast انګریزي ورځپاڼي سره مرکه کړې چي تاسو یې لوستلو ته يي تاسو رابولو.
 


agha-jan-motasim


خورا لږ وخت مخکي مولوی اغا جان معتصم د افغان طالبانو په منځ کي خورا مهم کس وو. خو دده د بخت ستوری هغه وخت وګرځېدئ چي کله د طالبانو د کوټي د شورا له مشرتوب څخه ایسته کړه سو او په تیر اګسټ کي نا معلومو کسانو په کراچي ښار کي په ګولۍ وویشت. اغا جان تر مرګوني ګوزار وروسته پر مځکه ولوېد او ویشتونکو هم نور ځکه سر په ونه ګرځاوه چي ګومان یې کاوه نور یې نو کار ورختم کړی دئ. په سپینه ورځ د کراچي په ښار کي ددغي وژني هڅي مسولیت هیچا په غاړه وانه خیست خو یو شي چي له ورایه څرګند دئ هغه دا چي په تحریک کي توندلارو غوښتل هغه له مخه لیري کړي او مولوی اغا جان پوهیږي چي ولي دئ په ګوليو وویشتل سو. ده په تحریک کي ددې جرات وکړ چي باید طالبان د ملکي افغانانو بشري اړتیاوو ته احترام ولري او د سولي خبري باید پیل سي.
 


په دې ځانګړې مرکه کي چي مولوی معتصم په خپل نوي کور د ترکیې مرکز انکره کي له The Daily Beast کړي ده په ډاکه کوي چي ولي هر څه پر بل مخ واوښتل. دی وایې چي تر ټولو لوی مشکل دا وو چي ما ویل طالبان باید یو سیاسي تحریک هم وي او نور په دې شي نه پوهېدل او یا یې غلط تصور درلود. دی وایې چي په شورا کي ټوله دوستان زما مخالف نه وه خو ډېرو لږو توندلارو زما مخالفت کاوه. مولوی اغا جان لومړنۍ طالب لوړ پوړی وزیر دئ چي تر ۲۰۰۱ م کال د امریکا تر اشغال وروسته ور سره غربي مطبوعات مرکه کوي.
 


پروسږ کال بالاخر د کوټي شورا له امریکا او غرب سره د خبرو لپاره راضي سوه. د سولي دغه خبري اوس درېدلي دي خو تشدد لا تر اوسه په داسي حال کي په پوره جوش روان دئ چي د سولي د خبرو د دوام  او چي باید له چا سره وسي پر سر هم بحثونه خپل اوج ته رسېدلي دې. هغه کسان چي د کوټي د شورا امرونو ته غوږ نه نیسي لوی خطر پر سر اخلي او حتي کېدای سي په مرګ ورته تمام سي. تیره میاشت د جنوبي افغانستان ځواکمن قوماندان مولوی اسمعیل چي پخوا د کوټي د نظامي شورا مشر وو د طالبانو له خوا په دې تور بندي کړل سو چي بېله اجازې یې د کابل د حکومت د سولي د عالي شورا سره تماسونه نیولي وه. 
ملا معتصم د طالبانو په تحریک کي د دوی د حکومت تر نسکورېدو پوري خورا ځواکمن سړی وو او د ملا عمر د مالیې چارو وزیر وو. د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته معتصم لومړنۍ طالب قوماندان وو چي په پاکستان کي یې افغان طالبانو د بغاوت لپاره سره منظم او تمویل کړل. د طالبانو د کوټي د شورا د غړي او مشر په توګه نوموړي په پاکستان او په خلیج کي د تیلو غني هیوادونو کي د طالبانو لویو تمویلونکو ته لاس رسی درلود.
 
د ۲۰۰۹ م کال په پای کي د ملا معتصم قدرت هغه وخت پای ته ورسیده چي کله دی د غرب له استازو سره بېله اجازي په تماس نیولو تورن سو. پر اغا جان باندي دا تور هم و چي کله د طالبانو حکومت نړېدئ، په هغه وخت کي یې د تحریک له خزاني څخه ملیونونه ډالره پټ کړي دئ خو دی دا تورنه ردوي او وایې چي له دولتي خزاني څخه یې یو غیران هم نه دئ پټ کړی او د کوټي شورا هم په دې اړه کوم ثبوت نه لري. ملا اغا جان وایې چي ده ټوله شیان تر دې مخکي چي کابل پرېږدي مسولو کسانو ته وسپارل.
 
خو دا اختلاس د اغا جان یواځنی جرم نه وو او په حقیقت کي دده لویه ګنا په تحریک کي دده خپل سرانه کارونه او پریکړي وې. په تحریک کي هغه وخت دده دښمنان خورا ډېر سوه چي کله ده له امریکایانو او غرب سره پر خبرو کولو ټینګار وکړ. په تحریک کي یو لوړ پوړي طالب چارواکي چي نه غواړي د امنیتي اندېښنو له کبله يې نوم ښکاره سي وایې چي ملا اغا جان په تحریک کي لومړنۍ کس وو چي پدې وپوهیدئ چي طالبان باید د نظامي ځواک ترڅنګ سیاسي او د سولي پروګرامونه هم ولري او په تحریک کي دئ لومړنی کس وو چي په همدې خاطر یې د پټو چېنلونو له لاري د غرب سره څو کاله مخکي د خبرو لاره اواره کړه.
 


معتصم هغه وخت خپل اعتبار له لاسه ورکړ چي کله یې پر خپل سر په خلیج کي له اروپایې چارواکو سره د سولي د خبرو لپاره په پټه تماسونه ونیول. ده  The Daily Beast ته وویل چي د افغانستان لانجه یوازي د سیاسي لاري حل کېدای سي. دی زیاتوي چي نوره جګړه یوازي افغانستان ته نوره وراني او تباهي راوړي. دی د نورو توندلارو په شان ددې هیله نه لري چي باید بیرته دي د طالبانو رژیم پر افغانستان واکمن سي. ملا اغا جان وایې چي زما په نظر د طالبانو د رژیم واک ته رسېدل د افغانستان د لانجي د حل لاره نه ده او تر ټولو ښه لار دا ده چي نوري ټولي سیاسي ډلي د افغانستان په روانه سیاسي کښتۍ کي سپاره سي. دی وایې چي ما طالبان نه دي پریښي او زیاتوي چي زه طالب وم، طالب یم او طالب به یم.
 


ددې ټولو مشکلاتو سره سره معتصم وایې چي د طالبانو تر واک لاندي سیمو کي باید بشري او پرمختیایې کارونو ته اجازه ورکړل سي. دی وایې چي موږ په دې پوهیږو چي ځني انجوګاني په افغانستان کي په رښتوني توګه د افغانستان له مسکینو خلکو سره مرسته کوي. دی زیاتوي چي ښوونځي د افغانستان لپاره بیخي ضروري دي او افغانان باید له تعلیم څخه محروم پاته نه سي او دغه انجوګاني کومه سیاسي اجنډا نه لري او غواړي چي یوازي له غریبو افغانانو سره مرسته وکړي.
 


معتصم ددغه منځلاري نظر سره سره د ملا عمر د ځایناستي په توګه تر ملا برادر چي د ملا عمر مرستیال وو قوي کاندید وو. خو ملا برادر د ۲۰۰۹ م کال په پای کي نوموړي د کوټي د شورا د غړیتوب په شمول له ټولو پوسټونو څخه وشړئ. پاکستان ملا برادر د ۲۰۱۰ م کال په لومړیو کي ونیوئ او تر هغه وروسته نه بیا چا لیدلی او نه یې اواز اورېدلی دئ. معتصم هم تر ملا برادر یوه میاشت وروسته ونیول سو خو ډېر ژر بېرته ایله کړل او دده دې خوشي کېدني هغه اوازې نوري هم قوي کړې چي دی د پاکستان له استخباراتي کړیو سره لاس لري.
معتصم او دده کورنۍ کراچي ته وکوچېده او خو دی لا په تحریک کي د خپلو ملاتړو سره په تماس کي وو. د دوی په مرسته او دده په شخصي کومک ده تر تیره اګسټ پوري چي وویشتل سو په کندهار او هلمند کي جهادي ګروپونه رهبري او حمایه کول. حتی دی اوس هم وایې چي ده خپله وسلواله مبارزه نه ده پریښې. دی وایې چي موږ ډېري غلطۍ کړي دي خو دا جګړه او مقاومت پر طالبانو وتپل سو او موږ ته بېله دې چي جنګ وکړو بله لاره پرې نه ښول سوه. نوموړی زیاتوی چي د طالبانو د رهبرۍ په وړاندي هیڅ کرکه نه لري او وایې چي زه طالب یم، طالب وم او طالب به یم. نوموړی وایې چي د کوټي په  شورا  له ملا ګل اغا اخند او د طالبانو په رهبري شورا کي له هیڅ کوم شخص سره مشکل نه لري.
 
معتصم زیاتوی چي زه ډاډه نه یم چي په شورا کي توندلارو به دده د وژلو هڅه کړي وي که نورو. دی وایي په کوم وخت کي چي دی وویشتل سو په هغه وخت کي کراچي د فرقیزو جګړو په لمبو کي سوځېده او زه کېدای سي د هغه تشدد یو قرباني یم. دا تیره میاشت دی له خپلي کورنۍ سره ترکیې ته ولاړ او هلته د خپلو زخمونو په تداوي بوخت دئ. 
سره له دي چي معتصم په ګولیو د مرګ تر برېده وویشتل سو خو نوموړی لا تر اوسه خپلي وسلوالي مبارزې ته ادامه ورکوي. په تحریک کي یو لوړی پوړئ طالب چي معتصم خورا ښه پېژني وایې چي دده ویشتل کېدل او د مولوی اسمعیل نیول کېدل هغه روښانه پیغامونه وه چي هیڅوک باید د طالبانو د رهبري بې اجازې پرته قدم پورته نه کړي خو معتصم هیچا ته غوږ نه نیوه. دغه کس زیاتوي چي معتصم شاید له ترکیې څخه تر تداوۍ وروسته بیرته افغانستان او پاکستان ته راسي او دده بې پروایې، شتمني او فکر دی د طالبانو په منځ یو خورا اغیزناک شخصیت جوړ کړی دئ. دغه طالب مقام زیاتوی چي د طالبانو په رهبرۍ کي ډېر مشران دده د سیاسي او د سولوي د خبرو له اجنډا سره موافق دي او دده نرمتوب د زیاتو پر مزاج ښه لګیږي. 
د طالبانو د حکومت تر ړنګېدلو وروسته کلونو په جریان کي معتصم د ملا عمر سره په تماس کي وو او دی باور لري چي اوس یې هم له هغه سره اړیکي ښې دي. دی وایې چي د طالبانو د حکومت تر نسکورېدلو وروسته په لومړیو کلونو کي موږ د ملا صاحب سره په لیکلي ډول تماسونه نیول خو داچي دا لیکونه مو کره کړي وي ده به موږ ته صوتي اډیوګاني هم رالیږلي او عموما دغه پیغام رسوونکي دوه نفره وه. دی ددې پوښتني په جواب کي چي تاسو څه پوهېداست چي دا پیغامونه د لوی ملا صاحب دي وایې: ما او ملا عمر په یوه خونه کي اوه کاله کار کړی دئ، زه دده لهجه او اواز ډېر ښه پېژنم او دده یوه اډیو ما ته یو کال مخکي ورسېده. معتصم وایې په اخیر ځل مي د ملا عمر ږغ د ۲۰۱۱ م کال په اپریل کي واورېده او په دغه ایډیو کي ده پر مهمو شیانو خبري کړي وې. 
معتصم وایې چي دی د طالبانو څخه نه دئ جلا سوی او یواځینی دلیل چي زه په ترکیه کي یم هغه زما تداوي ده. په ترکیه کي سره له دې چي دده نوم د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په تور لیست کي دئ ښه هرکلی یې سوی دئ. دده کوربانه غواړي چي د هیواد په بیارغونه کي یې مهم رول ولوبوي او د افغان کشالي ته د سولي کیلي ومومي. دی وایې چي زه د ترکیې له حکومت څخه منندوی یم چي بېله کومه سیاسي شرطه یې زما سره طبي مرسته وکړه. معتصم زیاتوي چي زه په انکره کي یوازي د بشري طبي مرستي لپاره اوسیږم. 
خو د معتصم سره د ترکیې ښه مېلمه پالني د طالبانو مشران خورا په تشویش کي اچولي دي. دوی بیره لري داسي نه چي د طالبانو نور قوماندانان د معتصم لاره ونیسي او د پاکستان پر ځای په نورو اسلامي هیوادونو کي پنا واخلي. یو لوړپوړی طالب چارواکي وایې چي ځیني طالبان له دي څخه خورا په ډار کي دي چي داسي نه ترکیه د ناراضه طالب قوماندانانو لپاره نوی خوندي ځای سي. دی زیاتوي دا به د طالبانو لپاره خورا ګرانه وي چي د معتصم او مولوی اسمعیل په شان مشرانو تشه ډکه کړي.
http://www.thedailybeast.com/articles/2012/04/25/afghanistan-a-moderate-defies-the-taliban.html