کور / رسنۍ / د بابا سنټر په نوم ويبپاڼه پرليکه سوه

د بابا سنټر په نوم ويبپاڼه پرليکه سوه

په هالینډ کي داحمدشاه بابا علمي ادبی ټولنه هغه لرغونې ټولنه ده چي څه دپاسه څورلس کاله کيږي، چي په اروپاه کي علمي – ادبي او ښوونزي هلي ځلي کوي. او دهمدغه هلو ځلو لاسته را وړني هم لري. په هره سا حه کی چي نوموړې ټولنه بنسټونه لري ، هم هلته یې په لومړی قدم کي بیسوادي د منځه وړې ده اوپه دوهم قدم کې بیا دهیواد دفرهنګ دبیا آبادولو دپاره هلي ، ځلي کړي دی. تر لسهاو ډیر کتابونه یې خپاره کړي دي اوهم دغه راز یې، پرملي هنداري درې میاشتنۍ مجلې برسیره په لسهاو کنفرانسونه،مقالې اودهیواد دفرهنګیا نو دپاره سوغاتونه تهیه کړي دي، ملي ورځې نمانځلي او په همدغه مؤخه يې مقالې هم خپرې کړي دي.


نن ورځ دخپلوفرهنګي هلوځلوپه لړکې زموږدټولني غړي په دې و توانیده ، چی یوه انټر نیټي پاڼه پرا نیزي اودهمدغه لاري دهیواد، وړنګ سوي فرهنګ ته دبیا آبادولو په خاطر خپل لستوڼي را ونغړي او دخد مت بنسټ او مصدر وګرځي، البته په دې نیک اقدام کي دټولو فرهنګیانو څخه هیله مندیو چی زموږ سره هرډول مرسته وکي. داځکه چي دیوه لاسه ټک نه خیژي،هر څه په یووالي سره کیدای سي.او زموږ دټولني اوږده بقاء هم په یووالي کي ده.


زموږ دټولني دغه ویب پاڼه نوې ده او تر اوسه لا دپوخوالي وه پړاو ته نه ده رسیدلې ، نو موږ کوښښ کوو، چي ددوستانو به صلاح او مشورې سره یې دپوخوالي و پړاوته ور سو. نو موږ په دې باب دخپلو دوستانو وصلاح او مشورې ته ډير ضرورت لرو. په نوموړی ویب پاڼه کي موږ غواړو چي دافغانستان وفرهنګي بنسټونو ته دادب اوهنر دلاري دخدمت مصدرسو، نوموړې ویب پاڼه په یوه شخص او یوې ډلي ، نژاد، ژبي او قوم پوری نه ده تړلې بلکي؛ دادافغانستان دټولو ملیتونو او قومونو په چوپړ کي ده. هغه څه چی دافغانستان وفرهنګ ته ګټه رسوي هغه به دلته پلی کیږي.زموږ سیاست فعال او بې پرې سیاست دی، چي دهیواد دبیا آبادولوپه لاره کي یې ګامونه اوچت کړي دي.موږ دا نه ردو چی موږ به دچاه سیاسی نظر نه خپرو ، موږ هغه سیا ست ته احترام لرو کوم چي په هیواد کي دسولي اوورورولې دپاره کار کوي.او په دې لاره کي هلي ځلي کوي. خو! په مقابل کی به هغه چاه ته هیڅ وخت هم اجازه ور نکړو ، چی دهیوادپه ستونزو کي نور هم ستونزمند ګامونه اخلي، نو په نتیجه کي ویلای سو ، چی زموږ دویب پا ني پالیسي، مثبته بې طرفه ، دیوه موټي افغانستان دملي یوالي ، دمځکي دتمامیت ، رفاه او هر نوع استقلال په خاطرمطرحه ده.زموږ دویب پا ڼي پالیسي به ورسته زموږ دویب پاڼی دلاري ټوله دوستان تر لاسه کي،موږ دګرانو لیکوالانو لیکني نه سانسوره وو.او دلیکوال لیکني ته داحترام په سترګه ګورو .ولي؛ که زموږ دپالیسې څخه خلاف وه نو یې بیا نه خپرواو بخښنه غواړو که یې دلیل وغوښت؟ نو بیا یې دلیل هم ورته په ډیر درناوي سره ورته وایو.دهر چاه لیکنه دهغه دافکارو مجموعه ګڼو، موږ یې مسؤلیت هم نه قبلوو.نو په همدغه خاطرداحمد شاه بابا دعلمی ادبي ټولنی څخه باید پوښتنه هم ونه سي. چي دا مضمون یا سم دی او یا هم هغه بل مضمون خراب وو.ځکه دلیکوال دلیکني مسؤلیت زموږ نه دی. په دې بابا به په ور سته کي زموږ بنسټیز اصول خپاره سي.


په درناوي


داحمد شاه بابا دعلمی ادبي ټولني په استازیتوب – ننګیالی بڅر کی


http://baba-center.com/