کور / هراړخیز / په هوا کې څراغونه

په هوا کې څراغونه

د څراغ رڼا کمزورې شوه، نورې بطرۍ نه وې. ديوالي ساعت ته مې وکتل، لس بجې کېدونکې وې. د کتاب پاڼه مې قات کړه. انګړ ته ووتم.


اسمان کې غوټه-غوټه وريځ وه،له يو نيم ځايه ستوري پړقيدل.زموږ کورونه په تيارو کې پټ وو.


په انګړ کې مې قدم وهل پيل کړل، غره هار شو، اسمان ته مې وکتل، د الوتکې ګروپونه لګېدلي وو او د وريځو سينه يې څېروله.


زړه مې وپړسېد او بې اختياره مې وويل :


سر وخورئ سرکاره ! خلک هواکې رڼا ګانو ته ناست دي او موږ په ځمکه، په دومره مستو سيندونو کې په تيارو کې ډوب يوو.


محمد نعمان دوست، جلال اباد


د غويي١٠مه،١٣٩١