کور / هراړخیز / دپوهنتون دلیلې ژوند دمزې ژوند

دپوهنتون دلیلې ژوند دمزې ژوند

نن چې ښایسته موده وروسته  دغې سیمې ته لاړم نو ښایسته او مستو هواګانو مې دزړه رباب به ترنګا راوسته ، هیلې مې بیرته ځوانې شوي او دخیال کاروان مې عمر څه موده وروسته کړ او دځوانئ دمستو ورځو په  درشل یې وروغورځولم ،هغه ورځې چې داطاق څخه بیرون راوتو نو هم به مو په شونډو باندې شوخې سندرې څرخیدې ، هغه ورځې چې دځان سره به موفکر کاوه چې یاره کلي ته چې ورنازل شې نو ستا نه پوه به پکې څو ک نه وي ، هغه ورځې چې درس به مو ددې دپاره زده کولو چې امتحان کې ښې نمرې واخلو ، هغه ورځې چې دډوډئ خوړنځای ته به دمجمو او کاسو دشرنګار سره تلو او دومره به په مستئ روان وو چې کاسې به هم مجبوریدې چې زمونږه داواز سره ځان ته یو څه خوځښت ورکړي ،
ورځې خو لا لږ دمستئ ګامونه اخستل ، په همدې کې مې دخیال کاروان دشپو محل ته هم سرورښکاره کړ، هغو شپو ته چې تیر ناوخته پورې به داطاق مخې ته ناست وو او هواګانې به زمونږه دخندا له شوره څخه تنګې وې ، هغه شپې چې کله به داودسځای نه راتلو نو دپردي اطاق دروازه به موووهله او بیرته به مو خپل اطاق ته منډې کړې ،دملګرو سره به مو دجمعې مبارکه شپه ښه خوشالوله او دجمعې دشپې هیلې به مو تل دخپلو نخرو په ډالیو باندې خوښې ساتلې ،
هغه شپې چې بریښنا به کله لاړه نو داطاق ددروازې به مو لس پوستکي بدلول ، هغه شپې چې هواګانې به مو پکې مجبورولې چې زمونږه غږیز پیغامونه داستاذانو ترکورو په ښه شور کې ورسوي او دخوب څخه یې بیداره کړي ، هغه شپې چې کله به دکرکټ ملي لوبډلي لوبه وګټله نو د ټول تعمیر په کمرو کې به مو د حشر شور جوړ کړ او پکي به هم په ګډیدا راغلل، هغه شپې چې دسیند ماهیانو به تل پکې ګیلې کولې چې زمونږه دبچو په خوړلو سره تاسو زمونږه نسل کموئ ،
 
نن راته دصنف دیوالونو او دلیلې دنګو تعمیرونو پیغور راکړ چې بیوفا مونږه مو یواځې پریښودو او تاسو رانه لاړئ ،او داسې انډیوالي وه لکه تاسو یې چې مونږ سره کوئ چې یوه ورځ کې به مو لس ځله دلته سرراښکاره کوو او اوس به میاشتو میاشتو زمونږ پوښتنه نه کوئ
 
، تدریسې خونو کې چوکئ ګانئ هم غږیدې خو غږیدا یې یواځې او یواځې دګیلو څخه ډکه وه او ویل یې چې تاسو ولې اوس دلته له مونږ سره ملګرتیا نه کوئ او هیرې کړي مو یو ، تختې ته چې مې وکتل نو راته یې وویل چې څه شوئ ستاسو هغه خوندورې خبرې چې داستاذ په نه موجودیت کې مو زما مخې ته کولې او زه به مو خندولم .
څه عجیبه احساس وو ، داسې احساس چې تیرې ورځې یې په نن ورځ کې راته ټولې رایادې کړې او هیلې یې راته خواشینې کړې،
په تیره یې چې کله زما غوږونوته دلیلې دیوالونو داسندره ډالئ کړه
په کوم لمسون رانه جدا شوې ، جانانه لاړې دبل چا شوې
زه دې په نیمه لار کې پريښودم ټګي دې وکړه
بیوفایي دې وکړه بیوفایي .
ددې سندرې په ځواب کې زه هم مجبور شوم چې داسې ځواب ورکړم چې ګیله یې ختمه شي خو ما ونه شو کولای چې ځواب ورکړم
 
پوه شوئ چې څه یادووم ، پوهنتون درته یادووم چې نن یې راته په خاموشه ژبه دا ټول شکایتونه وکړه خو ماورنه بخښنه وغوښته او ورته ومې ویل چې دې کې زما ګناه نه وه ، بیوفایي خو تاراسره وکړه چې زه دې نور دلته نه پریښودم ، بیوفایي خو تاراسره وکړه چې انډیوالي دې راسره قراردادي څوکلنه وه ، په همدې خبرو کې مې پوهنتون همداسې ژړولي پریښوده او بیرته ترې راغلم