کور / طنز / دښاغلي فیسبوک سره مرکه

دښاغلي فیسبوک سره مرکه

درنو دوستانو نن دیو عظیم حکمي شخصیت ښاغلي فیسبوک سره مرکه لرو ، نوموړي په ډیر کم وخت کې دشهرت هغه لوړو څوکو ته ورسیده چې چایې طمع هم نه شوه کولای ، راځئ چې نن ښاغلي فیسبوک سره دزړه خواله وکړو
پوښتنه : ښاغلي فیسبوک اول درنه مننه کوو چې مونږ ته مودومره وخت راکړ چې راسره مرکه وکړئ که راته په سر کې خپل ځان راوپیژنئ
فیسبوک: دمننې وړنده ، اول خو داخبره غلطه ده چې ماتاسو ته وخت درکړ ، وخت خو خلک ماته راکوي چې لوری مې ترینه ورک کړی او ۲۴ ساعته زما دیدن ته ناست وي خو خیر بیاهم زه به درته ځان دروپیژنم ،زما نوم فیسبوک دی په کال 2004 کې په امریکا کې زیږیدلی یم ، دپلار نوم مې مارک ایلیت زوکربرګ دی او دمور نوم مې انټرنیټ دی
پوښتنه : که په لنډ ډول راته ووایئ چې تاسو څه موخه لرئ او ولې مو په دومره کم وخت کې زیات شهرت ترلاسه کړ؟
فیسبوک: زما نورورونه دکار لاندې ډیر ستړي شوي وو لکه یاهو ، ګوګل او داسې نور نو پدې خاطر چې زه کله پیدا شوم نو دهغوی کار مې تر ډیره بریده اسانه کړ، او هغه کارونه چې هغوی نه شو کولای اوس یې زه په اسانئ سره ترسره کووم او خپل کار ته ډیر مخلص یم ځکه خو هره ورځ په زرهاوو مینه وال پیدا کووم او یو ځل چې څوک ما وګوري نو بیا یې دتل لپاره ملګری شم او کارورته کووم ، خو دخپل کار کولو سره هغوی دومره اغیزمن کووم چې خلک چې دشپې هم ویده کیږي نو دا سوچ ورسره وي چې سبا به فیسبوک صیب ته کومه وظیفه سپارم ،
پوښتنه: تاسو دکومو کارونو نه ډیر اغیزمن یاست؟
فیسبوک : زه دکارونو نه نه بلکه دخلکو نه ډیر زیات اغیزمن یم او هغه هم خصوصا دهغو خلکو نه چې وي خو هلکان خو ماته وایي چې زه یې نورو ته جینئ وروپیژنم او که جینئ وي نو بیا راته وایي چې نورو ته یې هلک وروپیژنم دا کار زما لپاره ډیر ستونزمن وي خو نه پوهیږم دوی پرې ښه خوشالیږي چې داکارکوي ، بله دا چې زما بڼه صرف معنوي ده او په حقیقي ډول زه ډیر کم کارونه وینم چې زما له لاري ترسره کیږي ، یعنې په یو ډول که درته ووایم خلک زما نه فقط دساعت تیرئ لپاره کار اخلي ، ای کاش چې دوی لږ پوه شوي وای او ماباندې یې کم کارونه کړي وای ، بیخي مې ارام نه شته اوزیات وخت تبه لرم او هډوکي مې درد کوي خو خلک هیڅ رحم راباندې نه کوي او مسلسل کار رانه اخلي .
پوښتنه: که په لنډ ډول راته ووایئ چې زیات مینه وال په کومو سیمو کې لرئ او بیا ددغې سیمې خلک درنه کوم کار اخلي ؟
فیسبوک: زما زیات مینه وال په افغانستان ، پاکستان او هندوستان کې دي ، او په دغه سیمه کې کار دومره زیات د ی چې نور یې هډوکي رامات کړل ، اګر چه په عربي هیوادونو کې هم زما مینه وال زیات دي خو هغوی ته چې کوم کارماکړی دی په نتیجه کئ یې ډیر ستر بدلونونه رامنځته شول چې اوس دهغو بدلونونو درامنځته کیدونه وروسته هلته زما دومره اړتیا نه محسوسیږي او خلک اوس رانه دومره کار نه اخلي ، خو په یادو دریو هیوادونو کې خلک راباندې ډیرزیات خوشې او بې مانا کارونه کوی لکه که چیرته دسرک په غاړه یې اوبه هم څښلي وي نو انځور یې راته راکړي او راته وايي چې خلکوته ووایه چې ما دغه ځآی کې اوبه څښلي دي ، که یې کوم ځای کې کومه زوړ بوټ هم لیدلی وي نو راته وایي چې هله دا انځور خلکو ته وښایه چې دا بوټ ډیر زوړ شوی دی ، او په تیره لا بیا بعضې خو راباندې درنې سندرې هم زما اوږو باندې راچوي او راته وایي چې له تړوني سره یې خلکو ته وښایه چې دا ښه سندره ده ، لنډه دا که درته ووایم چې دغو سیمو کې ځوانان ما ډیر بې رحمانه او زیات وخت بې مانا کاروي نو بده به نه وي ، زه نه پوهیږم چې دوی ولې په ماباندې داسې ګټور کارونه نه کوي چې یې ټولنې ته ګټه ورسیږي ،
پوښتنه : ښاغلی فیسبوک داداري فساد په ضد دمبارزې اداره وایي چې تاسو ډیر کم وخت کې زیات کورونه اخستي دي تاسو څه وایې په دې باره کې ؟
ښاغلي فیسبوک: دا ټول دروغ دي ، ددې خلکو بل کارنشته پرته له دې نه چې تورولګوي ، په اصل کې ما دوی رسواکړي چې دوی په خپله په فساد کې ښکیل دي نو ځکه زه اوس ددوی دسترګو اغزی ګرځیدلی یم ،زما اوسمهال فقط دوه کوره د ي یو کمپیوټر او بل موبایل او له دې دواړو نه علاوه بل کورنه لرم ، او هغه هم هغه موبایل او کمپیوټر چې زما مور یې ملکیت لري او سندیي دانټرنیټ په نامه وي .
پوښتنه: تاسو دوینا او عمل باره کې څه نظر لرئ؟
فیسبوک: زه تل په دې باور لرم چې عمل دوینا څخه ډیر غوره دی خو نه پوهیږم زما مینه وال هم په دې خبره پوهیږي بیا هم داسې کارونه کوی چې زه ورته هسې یو دساعت تیرئ نانزکه ښکارم او پرته له د ې چې خلک ماباندې نورو وګړو ته ځآن لوړ وښایئ بل څه نه کوي یعنې په عملي بڼه هیڅ کار نه کوي خصوصا په منځنئ او جنوبی اسیاکې .
پوښتنه: ښاغلی فیسبوک ډیره مننه چې له مونږه سره مو مرکه وکړه ، په اخره کې که خپلو مینه والو ته کوم پیغام لرئ نو ویلی یې شئ؟
فیسبوک: زما مینه والو ته یو پيغام دي او هغه دا چې له مانه داسې کار واخلي چې په عملي ژوند کې دنورو لپاره ګټور ثابت شي او تش په خبرو او خپلو انځورونو په ځړولو باندې زما اوږې درنې نه کړي او ګټور ګټور کارونه زما له لارې ترسره کړي .
ګرانو دوستانو دا وه دښاغلي فیسبوک صیب سره مرکه په راتلونکي کې مونږه هڅه کوو چې دښاغلي فیسبوک دمور انټرنیټ سره هم یوه مرکه وکړو او تاسو ته دهغوی دژوند او کړنو باره کې لنډ مالومات درکړو …………په درنښت تاج محمد تمکین