کور / هراړخیز / د ژوندانه د مثبت بدلون لپاره

د ژوندانه د مثبت بدلون لپاره

په ژوندانه کې د مثبت بدلون په موخه لاندې ټکي په نظر کې ونیسه!
هره ورځ د لسو نه تر دېرشو دقیقو پورې قدم ووهه او هڅه وکړه چې د قدم وهلو پر مهال مو پر خوله موسکا خوره وي!
هره ورځ د لسو دقیقو لپاره په یو آرام او ګوښه ځای کې کښېنه!
په هرو ۲۴ ساعتو کې اووه ساعته خوب وکړه!
په ژوند کې درۍ څیزونه ډیر اهمیت لري، قوت، ښایست او همدردي، که ورته ځیر شې دری واړه له تاسره شته دي.
هڅه وکړه چې په ژوند کې ډېرې بوختیاوې ولرې!
هڅه وکړه چې د تېرې ورځې په پرتله نن ډېره مطالعه وکړې!
تل ډېرې اوبه وڅښه!
د نورو غذاګانو په پرتله ډېر له هغه ډول غذاګانو ګټه واخله چې له ونو او نباتاتو څخه په نېغ ډول لاسته راځي!
د سهر چای د پاچا په څېر، د غرمې ډوډۍ د خان او د ماښام ډوډۍ د ګدا په څېر وخوره!
د ژور فکر کولو او عبادت لپاره ځانکړی وخت په پام کې ونیسه، ځکه دا دوه څیزونه زموږ د سخت ژوند د ستونزو د حل په لاره کې مرستندویه واقع کیږي!
کوښښ وکړه چې چوست او چالاک واوسې!
تل هڅه وکړه چې چې وخاندې او خوشحاله واوسې!
هڅه وکړه چې حداقل په ورځ کې دری کسه خوشحاله کړې!
هېڅکله دې خپله انرژي په غیبت کولو مه مصرفوه‎!
د داسې څیزونو د حل په اړه فکر کول چې زموږ له واکه وتلي وي زموږ وخت ضایع کوي، همېشه دداسې څیزونو په اړه فکر وکړه چې حل یې امکان ولري!
د خپلې تفرېح ډېر وخت له داسې اشخاصو سره ولګوه چې عمر یې یا له ۷ ټیټ او یا له ۷۰ لوړ وي!
د ژوند مزل ډېر لنډ دی نو هېڅکله باید خپل وخت له چانه په نفرت کولو کې تېر نکړو!
تل باید له خلکو سره په ښه ډول چلند وکړو!
کوم څه چې تیریږي هغه له یاده وباسه!
هېڅکله د یو ملګري کومه غلطي چې ترېنه شوې یې په یاد مه وروړه، ځکه چې د اوسنۍ خوشحالۍ د له منځه تلو سبب کیږي!
دا درک کړه چې ژوند د یو ښوونځي بېلګه لري، چې پکې زده کړې کوو او هغه ستونزې چې پیښیږي د الجبر مثال لري، چې زده کول یې سخت او ستونزمن دي خو لوستل او تمرینول یې په ژوندانه کې ډېر ګټور واقع کيږي!
دا شرط نده چې په ټولو بحثونو کې د بریالی واست دا هم په فکر کې ونیسه چې کله کله کېدای شي کار په ښه ډول سرته ونه رسيږي، مهمه دا ده چې په اړه یې خفګان ونکړې.
هېڅکله مو خپل ژوند د نورو له ژوند سره مه پرتله کوئ، ځکه چې تاسو د دوی له موخو، شخصي حال او نورو اړوندو مسایلو خبر نه یاست!
په تېر پسې دوعا کوه، د راتلونکي په اړه فکر وکړه او تصمیم ونیسه!
مال او سرمایه نشي کولای ستاسو ساتندویه واوسې خو ملګري او دوستان مو کېدای شي د تل لپاره مرستندویه وي، ځکه خو همدا رشته ټینګه ونیسه!
تل حوصله ولره، د نورو تېروتنې وبخښه ځکه حوصله، زغم او بښنه د مېړانو نښانې دي!
څوک چې ستاسو په اړه کوم فکر او قضاوت کوي ددوی شخصي نظر دی، ته په دوی پسې مه ګرځه بلکې خپلې موخې لاسته راوړه!
ټول حالتونه په تېرېدو دي چې ښه تیریږي او که بد، کوښښ وکړه چې په ښو کې یې تېر کړې!
له څه نه چې نشې کولای ګټه پورته کړې، اګر که هر څومره ښکلی او ښه جوړ شوی هم وي لیرې یې کېږده!
له غبطې، کینې او حسد څخه لیرې واوسه!
تل هیله من واوسه او هیڅکله هم هیله او امید دې د الله ج له درباره مه قطع کوه ځکه ناامیدي غم رامنځ ته کوي.
کوم فرق نه کوي چې څنګه یې او څنګه احساس لرې پورته شه! ښایسته، پاکې او ډولي جامې واغونده او په ټولنه کې ځان مطرح کړه!
تل میانه رو واوسه! یانې په هر کار کې له اعتداله کار واخله!
کله دې چې د زړه خوښي ترلاسه کړه نو پوه شه چې په ریښتیا سره خوشحاله یاست!
ریښتینی او صادق واوسه!
ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې واوسه!
تل خیرغوښتونکی واوسه او همېشه خلکو ته سمه لاره وښیه!
نېغه او مستقیمه لاره وټاکه!
وختي خوب ته تلل او وختي پاڅېدل تاته خوښي، روغتیا او سرمایه در په برخه کوي!
هره ورځ د ځان لپاره موخه وټاکه او د مهال وېش سره سم په مخ لاړ شه!