کور / خبرتیا او پيغامونه / ښاريانو ته د کرنې وزارت زېرۍ!!!

ښاريانو ته د کرنې وزارت زېرۍ!!!

درنو ښاريانو او لوستونکو!! تاسې که د هېواد په هر ښار کې اوسۍ او يا مو دوستان په ښارونو کې اوسېږي، نو تاسې پرې زېرۍ وکړۍ!
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت زيار کاږي چې خپلو هېوادوالو ته د کرنې په برخه کې خدمات وړاندې کړي او دغه خدمات په درې جلا خو له يو بل سره په تړلو ساحو کې لکه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ برخو کې وړاندې کړي. زموږ هېواد يو کرنيز هېواد دی، چې شاوخوا اتيا سلنه هېوادوال مو په مستقيمه او غير مستقيمه توګه په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي. کرنه د يوه هېواد په اقتصاد او د وګړو د ژوند په ښه کولو کې خورا لوړ ارزښت لري، او  په دې برخه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت زيار ايستلۍ چې کرنه ميکانيزه کړي او بزګرو ته هاغه آسانتياوې برابرې کړي چې يو بزګر وکړای شي د کيفيت او کميت له اړخه ښه کرنيز محصولات بازار ته وړاندې او ښه عوايد تر لاسه کړي، چې په دې سره د هېواد د کلنيو نا خالصو توليداتو او بهرنيو هيوادونو ته د کرنيزو محصولاتو د صادراتو کچه هم لوړه شي. د مالدارۍ برخه کې هم تر ډېره برېده کار شوی، په ځينو ولايتونو کې مالدارنو ته د شيدو ټولولو مرکزونه جوړ شوي او زيار ايستل کيږي چې له بهرنيو هيوادونو د لبنياتو د واردولو کچه تر ډېره حده ټيټه وساتل شي، او خپلو کورنيو توليداتو ته ښه بازار  رامنځته کړای شي او د مالدارانو عوايد لوړ کړای شي……….
رښتيا! څومره چې د کرنې سکتور پراخ دی، هومره يې فعاليتونه ډېر دي او نشو کولای په څو کرښو کې د کرنې وزارت ټول فعاليتونه دوستانو ته وړاندې کړو او اصلي خبره ښاريانو ته د کرنې وزارت زېرۍ ده!




د کرنې وزارت پلان لري چې په ښاري سيمو کې هم کرنه رواج کړي، او  هر تن چې په ښار کې اوسي بايد خپل د اړتيا وړ ترکاري  او سابه په خپل کور کې توليد کړي. د کرنې وزارت کوښښ کوي چې ښاريانو ته داسې تخنيکي مرستې او مشورې ورکړي چې يو ښاري اوسيدونکۍ څنګه کولای شي په خپل انګړ او د خپل کور د بلۍ او يا بام په سر کښت وکړي!! د بېلګې په توګه د شنې خونې (ګرين هاوس) جوړول، چې هر تقريباْ د هر ښاري اوسيدونکي به وس پوره کار دی. د اوبه خور په اړه به ډېرو ته پوښتنه پيدا شوې وي چې کښت خو به وکړو، ولې اوبه خور به يې څنګه کوو؟ هغه هم په دويم او يا دريم پوړ کې! د کرنې ماهرين وايي چې نن سبا د ټنکالوژۍ او ترقۍ په دور کې د هر څه امکان شته، هغه داسې چې يو تن کولای شي پنځه سوه ليټره يا تر دې غټه او يا وړه ذخيره او يا ډيګۍ واخلي او د بام په سر يې کېږدي بيا له هغې څخه د قطره يي اوبو لګونې (Drip Irrigation) سيسټم وځغلوي، چې په دې سره به هره کورنۍ د خپل د ورځنۍ اړتيا ترکاري او سابه (پالک، بادرنګ، سمارق، مرچ…………..) توليد کړي او له بلې خوا به د ښارونو ککړ چاپيريال پاک کړي.




زموږ غوښتنه د کرنې وزارت او درنو ښاريانو څخه دا ده چې په دې برخه کې له يو بل سره مرسته وکړي، هم به مو کورونه سمسور وي او هم به مو د ښار ککړ چاپيريال يو ځل بيا پاک شي!!!