کور / نثر / د بن بن بازار او کش کاذبک نکل

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل

ويل کيږي چي يو باچا چي بن بن بازار نومېدی د ښو جامو ډېر شوقي ؤ. د جامو مصارف يې دومره زيات ول چي همېشه به مجبوره ؤ چي پر نورو هيوادونو يرغلونه وکړي او شتمنۍ يې لوټ کړي. باچا به د جګړو له لاري لاس ته راغلي غنيمتونه ټوله په خپلو جامو مصرفول خو بيا به يې هم زړه نه قرارېدی. هغه لدې کبله چي باچا د يوه ليري پراته هيواد د بيرغ په هکله اورېدلي ول چي د نړۍ د تر ټولو ښايسته ټکر څخه جوړ سوی دی. د باچا لوی ارمان دا ؤ چي دغه ليري پروت هيواد ونيسي او د هغه د بيرغ څخه ځان ته جامې جوړي کړي.


خو باچا ته د هغه پلار او د هغه پلار ته د هغه نيکه او د هغه نيکه ته د هغه ور نيکه او د هغه ورنيکه ته د هغه تر نيکه وصيت کړی ؤ چي هيڅکله پر هغه ښايسته بيرغ لرونکي هيواد يرغل ونه کړي. باچا ته ويل سوي ول چي د ښايسته بيرغ لرونکي هيواد پر پولو داسي سرلوړي او مغروره ښاپېران پيره کوي چي هيڅکله هم چا ندي مات کړي.


د نکل کار دی چي يوه ورځ يو څو بدشکله دېبان و باچا ته راغلل او ورته وې ويل: « موږ د ښايسته بيرغ لرونکي هيواد څخه راغلي څو معززه کسان يو چي د خپلو کورونو څخه شړل سوي يو. که ته راسره مرسته وکړې نو موږ به دغه هيواد ونيسو او بيرغ به يې تا ته درکړو. په بدل کي به ته موږ دېبان او زموږ راتلونکي نسلونه د دغه هيواد مشران کوې.»


باچا د دېبانو څخه پوښتنه وکړه: « تاسو څنګه کولای سئ چي زما سره مرسته وکړی. تاسو خو په خپله ذليل سوي او شړل سوي کسان ياست؟» د دېبانو مشر چي نوم يې کش کاذبک دېب ؤ و باچا ته وويل: « اعلحضرته! موږ بعضي داسي قوتونه لرو چي د هغه په مرسته موږ په آساني سره ښايسته بيرغ لرونکی هيواد نيولای سو. خو د هغه لپاره موږ ستا مرستي ته اړتيا لرو.» باچا پوښتنه وکړه، څه ډول قوتونه لرئ؟ کش کاذبک دېب ورته وويل: « زه يوه جادويي خولۍ لرم. که يې چپه کښېږدم ښاپېری خوره کېږم او ښاپېري خورم او که يې سيده کښېږدم نو پخپله په شکل ښاپېری کېږم او د هر چا راباندي مينه راځي او خپل آل او اولاد راسپاري. زه يوه جادويي چپنه هم لرم چي جادويي جيبونه لري. دغه جيبونه هيڅکله هم نه ډکيږي. د خولۍ او چپنې تر څنګ دوې جادويي سورناوي هم لرم. که يوه سورنا وږغوم نو خلک ژړولای سم او که بله سورنا و ږغوم نو خلک خندولای سم.»


بن بن بازار باچا د کش کاذبک څخه وپوښتل: « ستا سره راغلي دغه نور دېبان څه ډول جادويي قوتونه لري.» کش کاذب یوه لويه قهقه وکړه او وې ويل: « د دوی ټولو اصلي قوت پدې کي دی چي هر يو يې ماته جلا جلا او بيا ټوله په ګډه راته غله دي. که دوی وغواړي نو ما ځای پر ځای وژلای او يا هم ژوندی خوړلای سي. خو زه د دوی پکار يم ولي چي زما د دؤ مخونو، زما د جېبونو او زما د سورناؤ څخه ورته ګټه رسيږي. بله خبره دا چي که ما څوک مړ هم کړي نو بيا زما خولۍ، چپنه او سورناوي بل چا ته ګټه نسي رسولای. که نه نو زما تر څنګ ولاړ دغه معززه دېب به زه يو وخت لا خوړلی وای. د ده نوم سږمه دين دېب دی او په څو څو واري يې د دېبانو د بدشکلۍ په مسابقو کي لومړی مقام ګټلی دی. خو د ده اصلي جادو د ده په بدشکلي کي نه بلکه د ده په ښاپېری خورتوب کي دی. د ده سږمې ښاپېری خورې دي. په هره سږمه يې په زرګونو ښاپېران کش کړي او وژلي دي. د ده تر څنګ دغه نور معززه دېبان چي راسره دي بعضو يې په نفاق اچولو کي لوړي زدکړي کړي دي او بعضو يې د ښاپېرانو د وينو څخه د سرو زرو د جوړولو فورمولې جوړي کړي دي.


باچا چي کله د کش کاذبک څخه د ورغلو دېبانو د مهارتونو په هکله واورېدل نو يې د ښايسته بيرغ د ژر تر ژره تر لاسه کولو لپاره په سينه کي زړه په ټوپونو سو. باچا امر وکړی چي د هيواد ټول لښکر دي د ښاپيرانو پر وطن د بريد لپاره چمتو والی ونيسي.


د نکل کار دی چي د بن بن بازار لښکري د ښاپيرانو په خاوره ورننوتلې او هلته يې د کش کاذبک د دېبانو په مرسته ډېر ځايونه ونيول. هر ځای چي به ونيول سو هلته به د کش کاذبک دېبانو د ښاپيرانو د وينو څخه د سروزرو د جوړولو فابريکې جوړي کړې. بن بن بازار چي هر څه عسکر او هر څه پيسې د ښاپېرانو و هيواد ته لېږدولې هغه د کش کاذبک په چپنه کي ډوبېدلې او ورکېدلې. د ښاپیرانو د قتلولو د فابريکو له لاري توليدېدونکي سره زر هم د کش کاذبک او د هغه د دېبانو په جيبونو کي ورکېدل.


 بن بن بازار چي ډېر زوړ سوی ؤ او د لسيزو راهيسي يې خپل د هيواد ټولې شتمنۍ د ښاپيرانو د هيواد پر جګړه مصرف کړي وې د ښايسته بيرغ په ارمان مړ سو. د بن بن بازار په هيواد کي د ښاپېرانو سره د جګړې له کبله دومره نيستي راغلې وه چي بن بن بازار بېله کفنه ښخ کړل سو. د بن بن بازار زوی چي ورته د بن بن بازار دويم خطاب کېدی د هيواد باچا سو. دغه نوي باچا کش کاذبک ور وغوښتی او ځندي ويې پوښتل: «زما د پلار ارمان به څه وخت پوره کيږي؟» کش کاذبک چي پخپله زوړ سوی ؤ خپله خولۍ يې رسته کړه او وې ويل: «اعلحضرته، درته زېری درکوم چي موږ به ډېر ژر د ښکلي بيرغ لرونکي هيواد بيرغ تاته در حواله کړو. د دغه زيري په خوښي به زما زوی اوس تاسو ته سورنا وږغوي.»