کندهار: ۶۰ تر ۷۰ بنديانو خولې ګنډلي دي
له ازادۍ راډيو په مننه
د کندهار محبس د بندیانو د اعتصاب په داسې حال کې څلور ورځې پوره کیږي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دیني عالمانو او ځینو خبریالانو په ګډون هڅه وکړه، چې د بندیانو وضعیت د نږدې وګوري.
خو له ډیرو هڅو وروسته د محبس امنیتي چارواکو د خبریالانو پرته د بشري حقونو د کمیسون غړو او دیني عالمانو ته محبس ته د ورتګ اجازه ورکړه:
” خبریالانو ته اجازه نشته کارټ نه منو د والي او قومندان لیکلی امر راوړﺉ پر تیلیفون هم خبرې نه منو.”
په کندهار کې د بشري حقونو د کمیسون غړي شمس الدین تنویر، چې د بندیانو وضعیت یې د نږدې لیدلی وایي، چې د سیاسي بلاګ د۷۰۰ بندیانو اعتصاب دوام لري او یو شمېر کسان یې لیدلي، چې خپلې خولې یي ګنډلي دي:
“دوي ویل، چې ټولو اووه سوه کسانو اعتصاب کړی دولس کسه یې موږ ته راوړه، چې خولې یي ګنډلې وې، دوي ویل چې د پنځوسو او شپېتو په شاوخوا کې بندیانو خولې ګنډلي.”
د بشري حقونو د کمیسون دغه غړی وایي، چې د پولیسو او بندیانو ترمنځ شخړه هم شوې او دوه تنه بندیان ټپیان شوي دي.
نوموړي په محبس کې د بندیانو پر روان وضعیت سخته اندیښنه ښکاره کړه او وېي ویل، چې تر اعتصاب مخکې دوو بندیانو د روغتیایي اسانیتاوو ته د نه لاس رسي په خاطر خپل ژوند دلاسه ورکړې دی:
“د بندیانو وضعیت په اصل کې ډیر خراب دی، که داسې دوام وکړي او چارواکې یي غم ونه خوري ستونزې به زیاتي شی او ځیني بندیان به ژوند له لاسه ورکړي.”
د ښاغلي تنویر په خبره د ځای تنګوالی او د نورو امکاناتو نشتوالی هغه څه دي، چې بندیان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بل خوا د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي، چې اعتصاب دوام لري او دوي هڅه کوي، چې د بندیانو سره د خبرو د لارې ستونزه حل کړي:
“نه کوم بندي خوله ګنډلې نه نورو مشکلات شته اعتصاب شته، خو یو څو محدودو کسانو کړی او موږ خبرې ورسره کوو، چې ستونزه حل کړو.”
د یادولو وړ ده، چې له دې مخکې د محبس بندیانو هم ازادۍ رادیو سره په خبرو کې ویلي وه، چې د اعتصاب په څلورم ورځ د ډیرو بندیانو روغتیایي حالت خراب دی او کېدای شي، چې ځیني بندیان خپل ژوند دلاسه ورکړي.