کور / علمي / د سبا ورځې کرهڼه:

د سبا ورځې کرهڼه:

لیږونکۍ: د.ا.عثمان ، منبع: د خیـــلدرلاند ر ورځـــــــــــــــپاڼه

پنــځوس کاله پخوابه بزګرانوخپله ځمکه د آسانو په مرسته قلبه کوله، خو اوسنی بزګران به یوکـــال وروســـته ددې امکان ولری چې د یوې واړوکی بې پــــــــېلوټه آلوتکې خاونـدان شی.یوبزګربه وکولای شی چې خپله کوچنې بې پېلوټه آلوتکه دخپـلوځمکو پرسروآلوزوی ترڅو وګــوری چې فصلونه یې څومره کیمیاوی ثرې، دامـراضواوآفتونوضد دواګانواواوبوته اړتیالری.دهرې ټوټې ځمکې معلومات به د آلوتکې له لورې د بزګر سمارټ فون ته آستول کیږی اوپـــــدې ډول به هـــــم له بیځایه مصرفونواوهم دچاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوۍ کیږی.
په هالېنډ کی د واګینینخن یونیورسیټی څیړونکۍ کوېـــــسترا وایی چې دا کار له تخنیکی پلــوه بیخی شــونۍ ده . نومــوړۍ د پوهنــــې له یــــوې عالــی مـوسـسې اوهـــمدارنګه له یــــــــوڅوشــرکتونوسره یوځای دهـــــــــــمدې وســــــــیلې په منځـــته راوړلوکارکوی. دای وایی چې مخـــــکې له دې چې د کرهڼې لومړنې بې پېـــلوټه آلوتــــکه یعنی ډرون د کرهـــــــــــــــڼیزوځمکوپرســــــروآلوزی پکارده چـــــې ځینوخنډونوته دحل لاره وموندل شی:
لومړۍ امنیت: پکار ده چې داســـې په اســـــــانې سره راونه غــــورځی. دوهم پرایواسی : ددې ډول بې پېلوټه آلوتکو داســـــتعمال لپاره پکار ده چې ځانګړی قوانین اومقررات را مینځته شی ترڅودخلکوامنیت اوهم پرېواسې ته تاوان ونه رسیږی.ذکرشوې آلوتکه به په یوه ساده او یوه هم انفرارووډ کامره باندې سمبال وی اوتــــــــــــمه کیــــږی چې په نــــــــــــــــوروهـــــېوادونوکې هم ډېرمینوال پیـــــــــداکړی.