کور / تازه خبرونه / دهلمندپه سنګين ولسوالۍ كې چاودنه شوې .

دهلمندپه سنګين ولسوالۍ كې چاودنه شوې .

 دهلمندولايت په سنګين ولسوالۍ كې يوې چاودني  يوپوليس  وواژه اوبل يي ټپي كړ .


دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال  وويل چې چاودنه  په داسي حال كې وشوه چې پوليس په ګزمه بوخت وه .


هغه وويل چې په چاودنه كې دپوليسو ګاډى هم په بشپړتوګه ويجاړشويدي .


دوسله والو طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي وايي چې دماين په چاودنه كې په سنګين كې دترانسپورت درياست مدير وژل شويدي .


هغه وويل چې ماين  دطالبانو لخوا دهغه په دفتركې ځاي پرځاي شوي ؤ .


خودهلمنددترانسپورت رئيس  حاجي عبدالغفور توخي وويل چې  چاودنه ددوي دفترته نژدې شوې خو ددوي كاركونكو ته پكي كوم زيان نه دي اوښتي .


سنګين دهلمندپه شمال كې يوه دنارامو ولسواليو څخه ده .


كه څه هم افغان چارواكو په څوځله له وسله والو طالبانو څخه ددغه ولسوالۍ دبشپړه نيولو خبروركړي خوبياهم په دغه سيمه كې  دوسله والو طالبانو بريدونو   پاى نه دي موندلي .